ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک د انارکلي له ساتونکو سرټکوي

خلک د انارکلي له ساتونکو سرټکوي

author avatar
4 Aug 2020 - 15:24
خلک د انارکلي له ساتونکو سرټکوي
author avatar
4 Aug 2020 - 15:24

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۹): کابل کې د زړو مکروريانو د ۳۸م بلاک ځینې اوسېدونکي، د مشرانو جرګې د غړې انارکلي هنريار د ساتونکو له ناوړه چلنده سرټکوي، خو وایي چارواکو ژمنه کړې چې دغه ساتونکي به بدل کړي.

انارکلي هنریار د زړو مکررویانو په اته دېرشم بلاک کې ژوند کوي.

د دغه بلاک وکیل حبيب الله مومند نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د انارکلي هنريار ساتونکو تېره ورځ د دغه بلاک دوه اوسېدونکي چې دواړه وروڼه هم دي، وهلي او د دغه بلاک اوسېدونکي د هنریار له ساتونکو تر پزې رسېدلي دي.    

هغه زياته کړه:”د انارکلي ساتونکو چې د رجال برجسته اړوند نظامي ارګان (د لوړپوړو چارواکو د ساتنې او امنیت ریاست) کسان دي، د شخصي عقدې او له پوځي يونيفورم څخه په ناوړه ګټه اخيستنې سره زموږ د بلاک دوه ځوانان يوازې په دې خبره چې ولې دې ماته وکتل، وهلي، ډبولي او سپکاوی يې کړی.”

د ده په وينا، د انارکلي هنریار ساتونکي د یاد بلاک اوسېدونکي ځوروي او په داسې حال کې چې ټول پېژني، بېځایه پوښتنې ترې کوي چې چېرې ځې؟ د چا کره ځې؟ چېرې تللې وې؟ او …

حبيب الله مومند وایي، د لوړپوړو چارواکو د ساتنې او امنیت ریاست ته یې شکایت وکړ او د دغه ریاست چارواکو په ورین تندي د دوی شکایت واورېد او ویې ویل چې د انارکلي ساتونکي به بدل کړي او پر ځای به یی نورو کسانو ته دغه دنده وسپاري.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل:” اصلا ما پورې اړه نه لري، پوسته دولتي ده او د همسایه هلکانو ساتونکي سره جنګ کړی، هغوی پوستې ته بې اجازه ننوتي وو، بس جنګ یې کړى بیا د دوی په منځ کې نن سوله وشوه.”

هنريار وايي چې هغه د پوستې په کار کې لاسوهنه نه کوي، ځکه هغوی خپل اصول او مقررات لري.

د زړو مکروريانو د څلوېښتم بلاک وکيل صفي الله کريمي هم وويل چې يوازې ۳۸ بلاک نه چې مخې ته يې د ساتونکو پوسته ده، بلکې د ډېرو بلاکونو مخ ته د چارواکو د ساتونکو پوستې دي او خلک ورنه سخت په تنګ راغلي دي.

دی زياتوي:”له بده مرغه زموږ د استوګنې سيمې په نظامي اډو بدلې شوي، د هر بلاک مخې ته د فلان صاحب کس ساتونکي ولاړ وي چې هيڅ په ډاډه زړه نه له کوره وتلی شو او نه هم کور ته راتلای شو.”

دوی په ټوله کې له حکومت څخه وغوښتل چې د مکروريانونو د امنيت د خونديتوب په موخه دې محافظتي دیوال جوړ کړي، امنيتي پوستې دې د بلاکونو له مخ نه ټولې کړي او لوړ پوړي چارواکي دې خوندي ځايونو ته ولېږدوي.

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.