کابل (پژواک، ۱۴ زمرى ۹۹): عامې روغتیا وزارت له لوی اختره دوې اوونې وروسته پر کرونا ویروس د ککړو کسانو په شمېر کې د ډېروالي خبر ورکړی او وایي چې دغه وزارت د معایناتو ترسره کولو او ناروغانو د بستر کولو لپاره لازم تیاری لري.
د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور چې نن یې په کابل کې په یوه خبری ناسته کې خبرې کولې، وویل چې که څه هم تر نن ورځې (سه شنبې د زمري ۱۴مه) روغتونونو ته د ورتلونکو په شمېر کې ډېروالی نه دی راغلی؛ خو ښایي له لوی اختر دوه اوونۍ وروسته د کووېډ- ۱۹ د ناروغانو شمېر ډېر شي.
هغه زیاته کړه: «عامې روغتیا وزارت د معایناتو ترسره کولو او ناروغانو بستر کولو لپاره لازم چمتووالی لري.»
نوموړي په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په حضوري ډول د درسونو پیل ته په اشارې وویل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دویم ځل پیلېدو په اړه به نن د کابینې په ناسته کې پرېکړه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له څلورو میاشتو راهیسې ټول تعلیمي او تحصیلي مرکزونو تړل شوي دي.
د عامې روغتیاو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو له پیله تر اوسه ۳۶۷۸۲ کسان پر دې ناروغۍ اخته، ٢٥٥٥٦ بېرته رغېدلي او ١٢٨٨ کسان مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن