ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکي: د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دې چټکه شي

د پکتيا اوسېدونکي: د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دې چټکه شي

author avatar
4 Aug 2020 - 16:42
د پکتيا اوسېدونکي: د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دې چټکه شي
author avatar
4 Aug 2020 - 16:42

ګردېز (پژواک، ١٤ زمری ۹۹): له تېرو شاوخوا درې اوونيو راهيسې د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوې چې د مسوولينو په خبره يې تر دې دمه سلګونه کسانو د يادو تذکرو فورمونه تر لاسه کړي دي.

خو د پکتيا ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ دې چټکه او په دې برخه کې دې اسانتياوې زياتې شي.

د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکی نظرګل نظري برېښنايي تذکره د وخت اړتيا بولي او وايي چې د تذکرو اخيستو پروسه يې ډېره اسانه تر سره کړه.

نظري وويل: "په نن، سبا شرايطو کې د الکترونيکي تذکرې اخيستل ضروري دي که هغه د برحاله چارو لپاره وي او که د سفر يا تقاعد اخيستو لپاره. دلته کارمندان له خلکو سره پوره همکاري کوي."

د يوه بهرني هېواد افغان مسافر حاجي سليمان خېل چې د يادې تذکرې تر لاسه کولو اړوند مرکز ته راغلی، وايي په نوره نړۍ کې ټولې چارې برېښنايي او د ځيرکو سيسټمونو پر مټ تر سره کيږي، چې په خبره يې د اساني سربېره د نظم او خونديتوب لپاره هم ګټور دي.

سليمان خېل پژواک ته وويل: "دا شيان له اندازې ډېر ضرور دي، اوس په ټوله دنيا کې کمپيوټري سيسټمونه چليږي. زه بېرته ځم، نو له تګ مخکې راغلی يم چې ځان او خپلې ټولې کورنۍ ته مې دا تذکرې واخلم. له ټولو خلکو مې غوښتنه دا ده چې خپلو فاميلونو ته اليکترونيکي تذکرې واخلي. "

د ځوانانو پارلمان غړی احمدالله احمدي د برېښنايي تذکرو اخيستل د ولايت د نفوس د تثبيت او د اړوند شخص احوالو ته د اسانه لاسرسي سربېره د چارو د ښه تر سره کېدو لپاره هم اړين بولي، خو نيوکه کوي چې د ځينو اړتياوو نه پوره کېدو ياده لړۍ لړۍ ټکنۍ ده.

احمدي زياته کړه: "دا پروسه ټکنۍ روانه ده، خلک ډېره لېوال دي چې خپلو بچيانو او مېرمنو ته تذکرې واخلي، خو تر اوسه د دوی کارکوونکي هم نه دي پوره او ښځينه کارمندانې هم نشته دي چې ښځو ته تذکرې ورکړي. همدارنګه له ولسواليو هم خلک راځي او ګڼه، ګوڼه زياته ده. زموږ غوښتنه دا ده چې کارونه دې چټک شي."

د پکتيا ولايت د احصايې او معلوماتو رئيس محمد اصغر صديق يار د برېښنايي تذکرو اخيستل د ملي هويت د تثبيت اساس بولي او وايي هڅه کوي په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

صديق يار وايي: "موږ ته دويم مرکز هم منظور شوی او پلان کې لرو چې په راتلونکو دوه مياشتو کې به ان شاالله په بلند منزلو شهرک کې بل مرکز هم پرانيزو، چې د خلکو مشکل به هم ژر حل او بيروبار به هم کم شي. موږ د ښځو د استخدام په هڅه کې يو او ژر به مقررې شي."

د يادونې ده چې برېښنايي تذکرې د نفوسو د احوال په تثبيت، د اداري فساد په مخنيوي، د نظم او د جرمونو په کنټرول کې هم مهم رول لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.