ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له څه باندې څلور میاشتني ځنډ وروسته سبا پوهنتونونه بیا پرانيستل کیږي

له څه باندې څلور میاشتني ځنډ وروسته سبا پوهنتونونه بیا پرانيستل کیږي

author avatar
4 Aug 2020 - 15:53
له څه باندې څلور میاشتني ځنډ وروسته سبا پوهنتونونه بیا پرانيستل کیږي
author avatar
4 Aug 2020 - 15:53

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۹): د و لسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، پوهنتونونه به سر له سبا پرانیستل شي، خو د ښوونځیو د بیا پرانيستلو په اړه به د کابینې په بله ناسته کې پرېکړه وشي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د تېرکال کب میاشتې په ۲۶مه نېټه ثبت شوه. له دې وروسته د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د نورو بندیزونو د لګولو تر څنګ، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه هم وتړل شول.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې په یوه خبره ناسته کې وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د پوهنتونونو د بیا پیل طرحه د کابینې نننۍ غونډې ته وړاندې او تایید شوه چې له مخې به یې سر له سبا پوهنتونونه په کار پیل وکړي.

خو دی وایي چې پوهنتونونه به د عامې روغتیا وزارت لارښوونې په پام کې نیسي.

د ده په وینا، کابینې د پوهنې وزارت له خوا د ښوونځیو د پيل په اړه وړاندې شوې طرحه تایید نه کړه او له دغه وزارت نه یې وغوښتل چې د کابینې راتلونکې ناستې ته په دې اړه بله طرحه وړاندې کړي.

له دې وړاندې د خصوصي ښوونځیو او دارالمعلمینو اتحادیو په کابل کې لاریون کړی و او له حکومت څخه یې غوښتي و چې تعلیمي مرکزونه بېرته پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د کرونا ناروغۍ پېښې کمې شوي، خو لا هم دغه ویروس له منځه نه دی تللی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه افغانستان کې د دغې ناروغۍ نږدې ۳۷ زره مثبت پېښې ثبت شوي او له دې ډلې  ۱۲۸۸ تنه مړه او له ۲۵زرو زیات بېرته روغ شوي دي.

خو ځینې راپورونه ښیي چې افغانستان کې په میلیونونو کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.