ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تښتول شوي دوه هندي انجنيران خوشي شوي

په افغانستان کې تښتول شوي دوه هندي انجنيران خوشي شوي

author avatar
4 Aug 2020 - 16:22
په افغانستان کې تښتول شوي دوه هندي انجنيران خوشي شوي
author avatar
4 Aug 2020 - 16:22

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩): د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په افغانستان کې تښتول شوي دوه هندي انجنيران خوشي او له خپلو کورنيو سره يو ځاى شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ١٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د لوى اختر په لومړۍ ورځ (د زمري ٩مه) په افغانستان کې د وسله والو له خوا خوشي شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دوى نن په يوه الوتکه کې له کابله نوي ډيلي ته ورسېدل او له خپلو کورنيو سره يو ځاى شول.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دوى له پنځو نورو هنديانو سره د ٢٠١٨ کال په مې مياشت کې په افغانستان کې تښتول شوي وو چې تر اوسه يې شپږ کسان خوشي شوي دي.

هندوستان د افغانستان له حکومته مننه کړې چې د دغو هنديانو په خوشي کولو کې يې مرسته او همکاري کړې ده.

ويل کېږي چې یاد هندي انجنيران په بغلان ولايت کې تښتول شوي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.