کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٩) : د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د طالبانو د قطر دفترمشر ملا عبدالغني برادر د بين الافغاني مذاکراتو او د بنديانو خوشې کولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين په خپل ټويټر کې ليکلي چې دواړو مشرانو پرون ماښام د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې چې دوى د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په هکله وغږېدل. دواړو د خبرو د پیل لپاره د طالبانو د پاتې بنديانو خلاصون مهم وباله.
شاهين دغه راز ويلي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د لوی اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی هم وکړ.
په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي توافق په اساس چې د ١٣٩٨کال د کب په لسمه لاسليک شو، بايد له بين الافغاني خبرو مخکې حکومت پنځه زره طالب بنديان او طالبان بايد زر تنه حکومتي بنديان خوشې کړي.
د ملي امنيت شورا د معلوماتو په اساس، د افغانستان دولت تراوسه د لېست مطابق٤٦٠٠طالب بنديان او ٣١٧ نور د طالبانو اړوند بنديان خوشې کړي دي.
طالبانو ويلي چې دوى د دولت زر بنديان خوشې کړي دي.
د ولسمشر وياند صديق صديقي پرون يوې خبري غونډه کې وويل چې د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د يادو ٤٠٠بنديانو د خوشې کولو واک نه لري، ځينې له ٢تر ٤٠ تنو په قتل،ځينې يې د نشه يي توکو په قاچاق او انسان تښتونو متهم دي او يوشمېر يې په اعدام محکوم دي.
هغه زياته کړه چې ددې بنديانو د برخليک معلومولو په موخه مشورتي لويه جرګه جوړيږي.
صديقي وويل، د مشورتي لويې جرګې له جوړېدو موخه د ٤٠٠طالب بنديانو د خوشې کېدو په اړه د ملي اجماع رامنځته کول دي، ځکه ياد بنديان د افغانستان او ځينو بهرنيو هېوادونو په تور لېست کې شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن