ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“تېرو ٢٤ ساعتونو کې څوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي”

“تېرو ٢٤ ساعتونو کې څوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي”

author avatar
4 Aug 2020 - 12:00
“تېرو ٢٤ ساعتونو کې څوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي”
author avatar
4 Aug 2020 - 12:00

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې له شاوخوا څلورو مياشتو وروسته په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي، خو د هرات د عامې روغتيايې مسوولين بيا وايي چې په دغه موده کې څلور تنه په دغه ولايت کې د کرونا له امله مړه شوي دي.

د زمري په ١٤ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٦٧٨٢ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢١ په هرات او ١٥ هم په کابل ولايت کې دي.

سرچينه وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې نه څوک له کرونا ناروغۍ څخه مړه شوي او نه هم څوک بېرته روغ شوي دي.

خو د هرات د عامې روغتيا رياست وياند رفيق شيرزى وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان په دغه ولايت کې د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.

د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ٢٥٥٥٦ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته جوړ شوي او ١٢٨٨ مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ پر کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.