ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان نن د سولې په اړه د دوو نړیوالو ناستو کوربه دی

افغانستان نن د سولې په اړه د دوو نړیوالو ناستو کوربه دی

author avatar
4 Aug 2020 - 10:55
افغانستان نن د سولې په اړه د دوو نړیوالو ناستو کوربه دی
author avatar
4 Aug 2020 - 10:55

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نن د ځینو هېوادونو په ګډون د سولې پروسې د پیاوړتیا لپاره د سیمې او نړۍ اجماع رامنځته کولو په هدف د دوو ناستو کوربه دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د جزئیات له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې دوو ناستو کې د نړۍ د ځینو هېوادونو استازي ګډون کوي.

د هېواد په خبره، د سولې پروسه او د پاتې طالب بندیانو خوشي کولو پر څرنګوالي د مشورتي جرګې په اړه خبرې په دغو ناستو کې د بحث وړ مسایل دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب پژواک ته وویل چې دغه ناستې نن له غرمې وروسته د دغه وزارت د سرپرست حنیف اتمر په وینا پیلېږي.

هغه وايي چې په لومړۍ ناسته کې د ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او په دویمه ناسته کې د ۲۱ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي او په یادو دواړو ناستو کې د افغانستان د سولې پروسې او د هېواد د سولې لپاره پر سیمه ییزې او نړیوالې اجماع خبرې کېږي.

د نوموړي په خبره، په یادو ناستو کې د سیمې او نړۍ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او یا هم با صلاحیته استازي یې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده د طالبانو د پاتې ۴۰۰ لانجمنو بندیانو خوشي کولو څرنګوالي په اړه مشورتي جرګه د روان کال د زمري په ۱۷مه د سولې مشورتي جرګې د ګډون کوونکو په ګډون سره چې دوه کاله مخکې جوړه شوې وه، دایره شي.

د هغې هوکړې له مخې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه په قطر کې لاسلیک شوه، باید له بین الافغاني خبرو مخکې افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کړي. 

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، تر اوسه د افغانستان دولت د طالبانو ۴۶۰۰ هغه بندیان چې د طالبانو په لېست کې شامل دي او د دې ډلې ۳۱۷ نور بندیان خوشي کړي دي.

طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خوشي کړي او دا پروسه یې بشپړه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.