تالقان (پژاوک، ١٤ زمرى ٩٩): د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې په خواجه غار ولسوالۍ کې د خلکو او طالبانو ترمنځ جګړه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار خلکو د دارالعلوم په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر زندان بريد کړى دى.
هغه وايي: ((دوه اوونۍ وړاندې درې وسله وال طالبان په همدغه سيمه کې يوه کور ته ورغلي، هلته يې پر دوو خويندو د جنسي تېري هڅې کړې، خو يوه نجلۍ ترې تښتېدلې خو پر دويمې يې د هغه د پلار په مخ کې ډله ييز جنسي تېرى کړى دى.))
د محمد عمر په وينا، له دغو نجونو څخه يوه يې ١٤ او بله يې ١٦ کلنه ده چې بيا جنسى تېرى پر وړې شوى دى.
ولسوال وايي چې د يادې پېښې عاملين بيا د طالبانو له لوري نيول شوي او په زندان کې ساتل کېږي.
ده زياته کړه: ((په کومه سيمه چې دغه پېښه شوې د طالبانو په کنټرول کې ده، خلکو نن غوښتل چې ورشي او دغه کسان له زندانه را وباسې او په خپله سزا ورکړي، خو د طالبانو او ملکي وګړو ترمنځ نښته شوې ده.))
د ولسوال د معلوماتو له مخې، د يادې جګړې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
خو په دې ولسوالۍ کې يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل چې د پېښې په سيمه کې د خلکو شمېر مخ پر ډېرېدو دى.
هغه وايي چې په ياده پېښه کې تر اوسه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
خو بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د يادې پېښې عاملين طالبان نه دي.
د مجاهد په وينا، طالبانو دغه کسان نيولي چې تر څېړنو وروسته به محاکمې ته وسپارل شي.
هغه وايي چې دغه پېښه د شخصي تربګنيو له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن