د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومتي پلاوي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پېښه وڅېړله

حکومتي پلاوي د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ پېښه وڅېړله

Aug 04, 2020 - 14:44

کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۹): د ملي امنیت شورا د مرستیال صدیق الله فهیم په مشرۍ لوړپوړي حکومتي پلاوي چې د سپین بولدک پېښې د څېړلو په موخه یې کندهار ته سفر کړی، د سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره تر لیدنې وروسته سپین بولدک ولسوالۍ ته لاړ.

په دغه پلاوي کې چې د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو، د ملي امنیت لوی ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې صلاحیت لرونکي استازي شامل دي، په سپین بولدک کې د اختر په شپه د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستاني سرتېرو له خوا د تر سره شوي تاوتریخوالي او جګړې موارد وڅېړل.

د کندهار والي حیات الله حیات، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او په ولسي جرګه کې د کندهار استازي حاجي روح الله او نورو چارواکو هم سپين بولدک ولسوالۍ ته په سفر کې د دغه پلاوي ملتیا کوله.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، پلاوي سپین بولدک ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم لومړی د لویې لارې په اوږدو کې له هغې سیمې لیدنه وکړه چې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته رامنځ ته شوې وه.

دی زیاتوي، پلاوي د ولسوالۍ له ملکي او نظامي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او اړوندو ځايي امنیتي او ملکي چارواکو د پېښې په تړاو معلومات وړاندې کړل.

د ده په خبره، یاد شوي پلاوي وروسته د سپين بولدک له سپین ږیرو، مخورو او سوداګرو سره هم وکتل.

هغوی وویل، شپږ میاشتې کېږي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس د لارې د بندېدا له امله له ستونزو سره مخامخ دي او درانه اقتصادي زیانونه ور اوښتي چې مرکزي اداره یې باید له پاکستان سره حل کړي.

د دې تر څنګ د سپین بولدک مخورو په دې ولسوالۍ کې د اضافه نظامي تشکیل او اطفايې سیسټم د فعاله کولو غوښتنه وکړه.

د پلاوي په استازولۍ د لوی درستیز مرستیال ډګرجنرال اقبال علي نادري د سپين بولدک له مشرانو مننه وکړه چې د خپلو سرتېرو ننګه یې کړې، ده ډاډ وړاندې کړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به تل له ولس څخه ساتنه کوي.

پلاوي د استوګنې هغه سیمې هم ولیدلې چې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله ویجاړې شوې وې او دغه راز یې د قربانیانو له کورنیو سره هم ولیدل او له هغوی سره یې نغدي مرسته وکړه.

احمدي وايي، پلاوي له سپین بولدک څخه تر راستنېدو وروسته تېره شپه په ولایت مقام کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو، سوداګرو او د ولایتي شورا له غړو سره په یوه ناسته کې هم ګډون وکړ.

د پلاوي مشر صدیق الله فهیم وویل چې د لوی اختر د شپې د تر سره شوي برید اړوند یې ټول جزيیات راټول کړي چې کابل ته له رسېدو سره سم به ټول معلومات ملي امنیت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

په ورته توګه پلاوی نن د کندهار میرویس روغتون ته لاړ او هلته یې د پېښې له ټپیانو لیدنه وکړه او له هغوی سره یې نغدي مرسته وکړه.

د لوی اختر په شپه پاکستاني سرتېرو د سپین بولدک ولسوالۍ د استوګنې پر سیمو د سپکو او درنو وسلو بریدونه وکړل چې د چارواکو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا شپږ ساعته یې دوام درلود.

د ولایتي چارواکو د رسمي شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول او دغه راز د خلکو کورونو او نورو ودانیو ته مالي زیانونه هم واوښتل.

دغه نښته له هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د ډیورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې چمن کې د ځايي خلکو له خوا د لارې د خلاصون په موخه د پیل شوي پرلت زرګونو ګډونوالو د لارې د خلاصولو هڅه وکړه.

پاکستاني لوري تر اختر یوه ورځ وړاندې ژمنه کړې وه چې د چمن- سپین بولدک لار به د دوو ورځو لپاره د خلکو پر مخ پرانیزي، څو دواړو غاړو ته بند خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

په لومړۍ ورځ لار د پنځو ساعتونو لپاره پرانیستل شوه خو پاکستانی لورى د دویمې ورځې لپاره په خپله ژمنه و نه درېد او لاره یې بنده وساتله، په داسې حال کې چې دواړو غاړو ته په زرګونو خلکو چې ماشومانو او ښځې هم ورسره وې، له بېلابېلو ښارونو ځانونه را رسولي وو او په تونده ګرمي کې د لارې د خلاصون په تمه وو.

وروسته د پرلت برخه وال مجبور شول چې له ولسي زور څخه په کار اخیستو د خلکو پر مخ لار پرانیزي چې د پاکستاني سرتېرو له تاوتریخوالي سره مخ شول او وروسته یې پر افغان ځواکونو د افغانانو د استوګنې پر سیمو هم بریدونه پیل کړل.

پرلت کوونکو پر وړاندې د پاکستاني سرتېرو په تاوتریخوالي او بریدونو کې هغې غاړې ته هم ۵ ملکي وګړي ووژل شول او تر ۲۰ ډېر ټپيان شول.

د یادونې ده چې پاکستان شاوخوا ۶ میاشتې مخکې د چمن- سپین بولدک لار د کرونا د مخنیوي په بهانه وتړله چې تر ډېره د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې وه، وروسته یې په لومړي ګام کې د وارداتو او بیا صادارتو پر مخ پرانیسته خو د خلکو پر مخ یې لا هم تړلې ده.

پاکستان ځکه د چمن- سپین بولدک لار د اوږدې مودې راهیسې تړلې چې غواړي خلک پر دې لار د پاسپورټ او وېزې په لرلو تګ راتګ وکړي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې پاکستاني وګړو د شناختي کارټ او افغانانو د تذکرې په لرلو دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه.

خو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت ولس د پاکستان دا پرېکړه نه مني او وايي چې خلک باید پر دې لار د پخوا په څېر تګ راتګ وکړي.

د سپین بولدک- چمن لار د هېواد په سوېل کې تر ټولو لویه ټرانزیټي لار ده چې هره ورځ د زرګونو لاریو صادراتو او وارداتو تر څنګ پر دې لار شاوخوا ۲۰ زره کسان تګ راتګ کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan