داروزګان د زندان مالي مسوول و وژل شو

ترینکوټ ( پژواک ۲۴ زمری ۹۹) : د اروزګان مرکزي زندان مالي مسوول په یوه غلچکي برید کې ووژل شو. غلچکې بریدګرو د یوې باوري سرچینې د زمري په ۱۴ مه پژواک ته وویل، محمد نسیم چې زندان کې یې مالي مسوولیت درلود، بریدګرو په بې غږه تمانچې ویشتی او له سیمې تللي. یوتن عیني شاهد پژواک ته وویل، دوه تنه موټر سایکل سپرو یوکس وواژه او له وتښتیدل. د پیښې مسوولیت تردې مهاله چا نه دی منلی.

نظر ورکړئ