د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتیا وزارت: ښایي تر راتلونکو دوو اوونیو پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شي

د عامې روغتیا وزارت: ښایي تر راتلونکو دوو اوونیو پر کرونا د اخته کسانو شمېر ډېر شي

Aug 04, 2020 - 15:50

کابل (پژواک، ۱۴ زمرى ۹۹): عامې روغتیا وزارت له لوی اختره دوې اوونې وروسته پر کرونا ویروس د ککړو کسانو په شمېر کې د ډېروالي خبر ورکړی او وایي چې دغه وزارت د معایناتو ترسره کولو او ناروغانو د بستر کولو لپاره لازم تیاری لري.

د دغه وزارت ویاند اکمل سمسور چې نن یې په کابل کې په یوه خبری ناسته کې خبرې کولې، وویل چې که څه هم تر نن ورځې (سه شنبې د زمري ۱۴مه) روغتونونو ته د ورتلونکو په شمېر کې ډېروالی نه دی راغلی؛ خو ښایي له لوی اختر دوه اوونۍ وروسته د کووېډ- ۱۹ د ناروغانو شمېر ډېر شي.

هغه زیاته کړه: «عامې روغتیا وزارت د معایناتو ترسره کولو او ناروغانو بستر کولو لپاره لازم چمتووالی لري.»

نوموړي په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په حضوري ډول د درسونو پیل ته په اشارې وویل چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دویم ځل پیلېدو په اړه به نن د کابینې په ناسته کې پرېکړه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له څلورو میاشتو راهیسې ټول تعلیمي او تحصیلي مرکزونو تړل شوي دي.

د عامې روغتیاو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو له پیله تر اوسه ۳۶۷۸۲ کسان پر دې ناروغۍ اخته، ٢٥٥٥٦  بېرته رغېدلي او  ١٢٨٨ کسان مړه شوي دي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan