د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

رحماني: ادبیات کولی شي د سولې او پخلاینې ملي روحیه پیاوړې کړي

رحماني: ادبیات کولی شي د سولې او پخلاینې ملي روحیه پیاوړې کړي

Aug 04, 2020 - 09:19

کابل( پژواک، د زمري ۱۴مه، ۹۹):ځوان جنګیالی د پولې پر سر کېناست، کلاشینکوف یې پر ډبره تکیه کړ، په ژړغوني غږ یې وویل: "نه پوهېدم، مجبوریت و، کیسه کې خپل نوم او کړنو غوسه کړم، خو بیا مې فکر وکړ چې رښتیا هم زما کارونو ډېر خلک ځورولي دي."

دا له ځوان لیکوال ګل رحمن رحماني سره د هغه د «انتقام» نومي ناول د یوه جنګیالي فرعي کرکټر خبرې دي چې د داستان له خپرېدو یو کال پس له لیکوال سره مخ شوی او دې لیدنې یې د ژوند مسیر بدل کړی، په خپلو کړنو پېښمانه شوی او اوس دوکانداري کوي.

لیکوال ګل رحمن رحماني چې نږدې یوه لسیزه یې په مختلفو رسنیو کې د خبریال او اېډېټر په توګه کار کړی او له تېرو درېیو کلونو راهیسې په بغلان پوهنتون کې د ادبیاتو او ژورنالېزم پوهنځیو کې استاد دی، وایي چې د یاد ځوان جنګیالي په ژوند کې د بدلون راتګ د ادبیاتو زېږنده ده.

رحماني۴۷ تخلیقي، تحقیقي او ژباړنیز اثار لري، د ښوونځي دورې یې د وردګو چک ولسوالۍ کې، لېسانس ننګرهار پوهنتون، ماسټري په کابل پوهنتون کې په ۱۳۹۳کال د پښتو ادب برخه کې بشپړه کړې او اوس د سکالرشیف له لارې د ایران یوه پوهنتون کې د دوکتورا کاندید دی.

هغه چې په تخلیقي اثارو کې یې د سولې، مینې او پخلاینې ګڼ پیغامونه شته، د سولې په راتګ، زغم او د تاوتریخوالي په ورکاوي کې د ادبیاتو پر رول ټینګار کوي.

رحماني له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې د سولې د اهمیت په اړه وویل:"څرنګه چې په خپل ژوند کې اوبو، خوړو او جامو ته اړتیا لرو، نو همداسې سوله هم اساسي اړتیا ده، ځکه چې ویښ ملتونه او مهذبې ټولنې د خپل تداوم او پرمختګ لپاره پلانونه او موخې لري، دا پلانونه یوازې په سوله ییزه فضا کې تر سره کېږي، سوله، پخلاینه او ثبات کولی شي چې د ملتونو هیلې پوره کړي."

د ده په وینا، افغانستان چې سوله او پخلاینه یې په فرهنګي تاریخ او سکښت کې ژورې رېښې لري، نن د سولې نشتوالي او نا امنیو نړۍ ته هم افغانان او هم یې هېواد ناسم معرفي کړي او منفي شهرت یې ورکړی؛ په داسې حال کې چې زغم، حوصله او درنښت چې انسان ته د اسلام ډالۍ ده، یوازې د سولې په بڼ کې پالل کېږي.

رحماني وايي، د جګړو تاریخ کې جګړه مارو او سلطه غوښتونکو یوازې پر خپل پوځي او اقتصادي ځواک تکیه نه ده کړې، بلکې د خپل ځواک یوه زیاته برخه یې د جګړو د مشروعیت او تقدس لپاره په پروپاګنډ یا تبلیغاتو لګولې ده او دوی د خپل وخت له سترو لیکوالو، ادیبانو او حتی شاعرانو غوښتنه کړې چې ملتیا ورسره وکړي.

دغه لیکوال زیاته کړه چې د جګړې په ادبیاتو کې خلک انتقام، سخت زړۍ او پر هر سړي د دښمن کولو ګومان ته هڅول کېږي چې باید پر وړاندې یې فزیکي عمل وکړي، تورې او ټوپک ته لاس کړي، ژوند ورته بدرنګ کړي.

رحماني بیا د سولې د ادبیاتو په اړه وايي: "د سولې په ادبیاتو کې بیا پر انتقام، د ظلم په بدیو او نورو ناوړه عملونو کرښه را ښکل شوې، ظالمان ناپوه، جاهل او د خواخوږۍ وړ بلل شوي، زغم او حوصله یې د انسانیت او بشریت عالي ځانګړنه بللې، حتی ټول ژوندي موجودات یې د ژوند کولو، پاللو او ستاینې وړ بللي دي. "

رحماني د سولې په ټینګښت کې د ادبیاتو د ونډې په اړه وویل، کله چې څه باندې یوه پېړۍ مخکې په نوبل نړیوالو جایزو کې د ادب کلنۍ جایزه هم ور زیاته شوه، نو یو هدف ورڅخه دا و چې دا جایزه به هغو ادیبانو او اثارو ته ورکوي چې په ټولنه کې د سولې، انسان دوستۍ او ادبي نوښتونو لپاره اغېزناک وي.

هغه زیاتوي چې ادبیات او سوله یو پر بل اغېز لري، ادبیات د ارواپوهنې په څېر د ټولنې له نبض، روان او ټولنپوهنې سره تړاو لري.

دی وایي: " کوم ملتونه چې جګړه یې نه ده لیدلې، ادبیات یې هم سوله ییز دي، مهربانه ژبه لري، خو کوم ملتونه چې جګړې یې لیدلې وي، ژبه یی هم جګړه ییزه وي، خو ادیب مسوولیت لري چې د سولې لپاره مشترک حس ایجاد کړي او د دښمنیو پر ځای مینه ترویج کړي. "

ده د یو شاعر شعر یاد کړ چې وایي:

د سرو لمبو د غرغرو له شوره نه دي خبر*** دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر

دا خلک دومره د نفرت په ګناه مه ګرموه*** دوی ته ګناه نشته صابره وروره نه دي خبر

دغه راز رحماني وایي چې د پښتو شاعرۍ دغه مشهور بیت ښايي د ډېرو لپاره د ژوند درس وي چې وايي:

دا ژوند خو زموږ کم د محبت لپاره هم دی*** حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه

استاد رحماني وایي، ادبیات د پخلاینې، سولې او انسان پالنې عاطفي ژبه ده، دی د عبدالغفور لېوال د "ژوند ښکلی دی"هغه شعر په دې اړه یوه ښه بېلګه بولي چې جنګیالي ته وايي ټوپک وغورځوه، د ټوپک له میل نه د ښوونځي زنګ او ټالۍ جوړ کړه.

رحماني وايي، د سولې لپاره دژمن ادیب مسوولیت په سخت زړو کې د عاطفي او مهربانۍ ایجاد دی، کله چې عاطفه رامنځته شي، نو اوربند راځي او اوربند د سولې دروازه وي، د اوسنیو شخړو او جګړو اکثره مخته وړونکي محروم او عقده يي خلک دي، حتی دوی په خپل ژوند کې مینه نه ده لیدلي، زړونه یې کلک شوي دي.

هغه زیاته کړه: " زموږ اسلامي او افغاني فرهنګ هم د سولې او زغم ځانګړي او منلي اصول لري، موږ د پلو، مخ، دسترخوان، ننواتې، تیږې او جوړې په نوم دودونه لرو چې د ټولو موخه پخلاینه ده. "

رحماني افغانستان کې د ادبیاتو روان بهیر ته خوښ دی، ځکه په وینا یې هم ادیبانو مسلکي زده کړې کړې، هم یې نړۍ لیدلې او هم یې د ادبیاتو رسالت چې د مهذبې ټولنې ایجاد دی، درک کړی او پوهېږي چې ادیبان ځکه د درناوي وړ دي چې د خلکو د زړه خبره کوي.

رحماني وايي، تاوتریخوالی د افغانانو دایمي برخلیک نه دی، په ښوونیز نصاب کې د هېواد پالنې په نامه یو مضمون هم شته، خو له بده مرغه د ښوونځي په نصاب کې د ادبیاتو اړوندو کتابونو کې د ماشومانو، ځوانانو او تنکیو ځوانانو لپاره د مطالبو په انتخاب کې ډېر دقت نه کېږي.

هغه زیاتوي:"په اوسنیو ادبیاتو کې د سولې لپاره په دوو بڼو کار کېږي، یو دا چې د سولې، ارامۍ او پخلاینې داسې تصویرونه وړاندې کېږي چې خلک ورباندې مین شي، بد عادتونه پرېږدي، متشدده مفکوره لرې کړي، بله دا چې د جګړې، ورانیو او تاوتریخوالي داسې کره او بوږنوونکي انځورونه وړاندې کړي چې په همدې تصویر کې پر لوستونکو او عوامو د جګړې بده څېره وګوري، کرکه ترې وکړي او د سولې خواته تمایل پیدا کړي."

رحماني سوله کې د رسنیو د ونډې په اړه وویل: "رول یې مهم دی، باید له دقیقې ژبې کار واخلي، «جنګیالی تسلیم شو»، «جنګیالی سولې بهیر سره یو ځای شو» یوه خبره ده، خو لومړی د سولې مخه نیسي او دویمه درنښت ورکوي."

هغه زیاته کړه: "همدا نن چې په رسنیو کې سولې او امنیتي ځواکونو ته د کمپاین اعلانونه خپرېږي، متن او تصویر یې په تشدد ولاړ دی، د مقابل لوري باور نه شي حاصلولی، حتی د مشروباتو او نورو خوراکي توکو اعلانونه په تشدد ولاړ دي، یو کس یې څښي، بیا لس تنه وهي او له پښو یې غورځوي. "

رحماني د مرکې په پای کې ادیبانو ته وړاندیز کوي چې دوی باید د وخت حساسیت درک کړي، هېوادنۍ مینه وپالي، د سولې محاسن او د جګړې بدۍ وکاږي، کله چې له دې توپاني سمندر تېر شو او ماته بېړۍ خوندي ساحل ته ورسېږي، بیا نو هر څوک خپل فردي لیدلوري ښه بیانولی شي."

دی د سولې بهیر کې پر خپرېدونکو پیغامونو، اعلامیو او کنفرانسونو نیوکه کوي او وایي چې د سولې ژبه نه کاروي، د سولې ژبه نرمه، د مینې، پخلاینې او مهربانۍ ژبه ده، د غالب او مغلوب شعارونه، سخته او پیغوریزه ژبه ده او د سولې فرهنګ نه شي عامولی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan