ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه جاري وساتي

شنونکي: ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه جاري وساتي

author avatar
4 Aug 2020 - 17:55
شنونکي: ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه جاري وساتي
author avatar
4 Aug 2020 - 17:55

کابل (پژواک،۱۴زمرى۹۹): د چارو ځینې شنونکي وروستیو بریدونو ته په اشاره وایي، ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه جاري وساتي، نو ځکه اړینه ده چې د سولې بین الافغاني خبرې ژر پیل شي.  

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د تېرکال کب میاشتې په لسمه نېټه په دوحه کې لاسلیک شو، د دغې هوکړه له مخې ټاکل شوې وه افغان حکومت د طالبانو ۵ زر زندانیان او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ زندانیان خوشي کړي واى.

طالبان وایي، دوی د حکومت زر بندیان خوشي کړي او حکومت هم وایي د پنځه زره کسانو له هغه نوملړ څخه چې طالبانو ورکړى، تر اوسه یې ۴۶۰۰ طالب بندیان خوشي کړي او د پاتې ۴۰۰ تنو په اړه د راتلونکې جمعې په ورځ له لویې جرګې مشوره اخلي.

طالبانو د لوی اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړ او حکومت یې هم هر کلی وکړ. خو د اختر په شپه د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې موټربم برید وشو چې د امنیتي او ملکي کسانو په ګډون نهه کسان په کې ووژل او تر ۴۰ ډېر ټپیان شول.

دغه راز د اختر په درېیمه د ننګرهار پر محبس برید وشو چې د بندیانو، ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو په ګډون ۲۵ کسان په کې ووژل او ۴۸ نور ټپیان شول.  تېره ورځ د کندهار پر زندان هم د لاسي بمونو برید وشو.

د لوګر او ننګرهار د بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخستی او طالبانو په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

د نظامي چارو پوه جنرال عبدالواحد طاقت وایي چې په ننګرهار، لوګر او کندهار ولایتونو کې د وروستيو بریدونو موخه د وحشت خپرول و او معنى یې دا ده چې افغانستان کې به جنګ دوام کوي.

ده وویل:« خلیلزاد طالبانو ته ویلي و چې افغانستان کې د داعش او القاعدې له ډلو سره جګړه وکړئ، دا په دې معنا ده چې جنګ به وي او جنګ به دوام کوي.»

د هغه په وینا، ناټو به په افغانستان کې دغه جګړه تر هغه روانه ساتي چې خپلو موخو ته ورسیږي.

ده وویل، داعش ورځ په ورځ  افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی او د طالبانو خوشې شوي زندانیان هم په ځینو ولایتونو کې له داعش او القاعده ډلو سره یوځای شوي دي.

د طاقت په وینا، حکومت او طالبان باید  ژر بین الافغاني خبرې پيل کړي او خپلمنځي ستونزې پای ته ورسوي.

د سیاسي چارو پوه ودیر صافی یادو بریدونو ته په اشارې وایي د طالبانو په منځ کې هم ځینې کسان شته چې سوله نه غواړي او ځینې هېوادونه هم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له دغو کسانو ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.