کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩): ولسمشر غني په بېلابېلو ټيلېفوني اړيکو کې د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي او د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره د افغان سولې پر پروسې خبرې کړې دي.
د هندوستان د لومړي وزير له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د لوی اختر په مناسبت مبارکي ورکړې ده.
سرچينې زياته کړې چې افغان ولسمشر له مودي مننه وکړه چې د کرونا وبا پر مهال يې له افغانستان سره اړينې مرستې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړي وزير نريندرا مودي د خپل حکومت له اړخه يو ځل بيا د افغان سولې پروسې د ملاتړ ډاډ ورکړ.
دواړو مشرانو د سيمې پر امنيتي، سياسي او اقتصادي حالاتو هم خبرې کړې دي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني او عمران يو بل ته د اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د سولې پر پروسې هم خبرې کړې دي.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان د کرونا له امله په افغانستان کې د يو شمېر کسانو پر مړينې خواشيني څرګنده کړې او هيله يې ښودلې ده چې په دواړو هېوادونو کې دا وبا کنټرول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د افغان سولې پروسې پر وروستيو پرمختګونو هم خبرې کړې او عمران خان يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن