د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: د ننګرهار له محبسه په تښتېدلو بنديانو کې لوی مجرمين نشته

چارواکي: د ننګرهار له محبسه په تښتېدلو بنديانو کې لوی مجرمين نشته

Aug 04, 2020 - 17:52

جلال اباد (پژواک، ۱۴ زمری ۹۹): د ننګرهار پر محبس د وسله والو د ډله ييز بريد پر مهال د داعش او طالبانو سل نږدې بنديان تښتېدلي چې ډېری يې د محبس شاته د يوه دېوال په سوري کولو سره وتلي دي.

دا څرګندونې يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته کړې دي.

يوه ډله داعش وسله والو چې شمېر يې ۱۱ تنه ښودل شوی، وړمه ورځ د ننګرهار په مرکزي محبس ډله ييز بريد وکړ چې نښتې تر شلو ساعتونو ډېر دوام وکړ.

د راپورونو له مخې، په دې نښته کې چې پرون ماښام د ټولو ۱۱ بريدګرو پر وژل کېدو پای ته ورسېده، د ۱۱ پوليسو او پنځو بنديانو په ګډون ۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز د ۱۰ پوليسو په ګډون ۴۸ نور کسان ټپيان دي چې په ډله کې يې بنديان هم شامل دي.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په زندان کې د مېرمنو په ګډون ۱۷۹۳ بنديان ساتل کېدل چې ۱۰۲۵ تنه د تېښتې پرمهال امنيتي ځواکونو بېرته نيولي، ۴۳۰ تنه په زندان کې ژوندي ژغول شوي او د ۳۳۸ تنو په اړه يې پوره معلومات له رسنيو سره نه دي شريک شوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل، ځيني بنديان چې شمېر يې تر سلو زيات دی، نادرکه دي او ځيني يې په مړو او ټپيانو کې دي چې بشپړ جزئيات لا تر اوسه نه دي راټول شوي.

دی زياتوي: ((په نادرکو بنديانو کې طالب، داعش او د جنايي جرمونو بنديان شامل دي خو د لويو جرمونو ترسره کوونکي بنديان په کې نشته؛ ځکه هغوی ټول په مرکز کې ساتل کېږي.))

د هغه په وينا، د نښتې پر مهال هغه ځای ته چې د ښځو بنديانو لپاره ځانګړی شوی و، کوم زيان نه دی اوښتی او ټولې ښځينه بنديانې خوندي ژغورل شوې دي.

بلخوا د ننګرهار ولايت يوې باوري سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل، د بريد پر مهال ۷۱ داعش او ۲۷ طالب وسله وال تښتېدلي دي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت هم وايي چې پر محبس د بريد پر مهال يو شمېر بنديان چې شمېر يې له ۲۰۰ کسانو زيات دی، نادرکه شوي خو په اړه يې د امنيتي ارګانونو له لوري پلټنې روانې دي.

دی زياتوي: ((ممکن شمېر يې له دوه دوه نيم سوو څخه زيات وي چې په دې کې به داعش هم وي، طالبان به هم وي او جنايي جرمونو وال به هم وي.))

ويل کېږي بنديان زيات د محبس په شمالي برخه چې د محبس شاته د يوه مارکېټ د دېوال په سوري کولو سره وتلي دي.

د همدغه ځای د امنيتي ټاور يوه ساتونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، دوی په ټاور کې پيره کوله چې راکټي بريد پرې وشو.

هغه زياته کړه، هغه مهال بې هوښه شوی و او چې کله په هوښ راغی نو ملګرو يې بل ځای ته انتقال کړی و.

بلخوا د سيمې اوسېدونکي او دوکانداران وايي چې مالي زيانونه ور اوښتي او معلومه نه ده چې چا دغه کار کړی خو له دوکانونو يې پيسې هم غلا شوې دي.

د عبدالاحد کاموال چې په دغه مارکېټ کې د چرګانو د درملو دوکان لري وايي، د مارکېټ د دوو دوکانونو د شا له خوا سوري شوي چې بنديان پرې راوتلي او نورو ډېرو دوکانونو ته هم زيان اوښتی دی.

هغه زياته کړه، له يوه دوکان څخه ۸ لکه افغانۍ ورکې شوې او له نورو ډېرو دوکانونو درمل او نور وسايل ورک شوي او دغه راز دوکانونه تخريب شوي هم دي.

د محبس د شاوخوا کورونه که زيات مالي زيانونه نه لري خو وايي، د بريد له پيله تر پرون سهاره يې ماشومان او مېرمنې په بد وضعيت کې وې چې پرون سهار بيا خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي.

د اخترمحمد په نوم د محبس لوېديځ ته د پرتې سيمې اوسېدونکی دی، وايي، وسله وال هم د محبس په دروازه ننوتلي او هم د نورو لارو ورغلي چې د دوی د کورونو په مخې ورتلونکو وسله والو پر خلکو غږ کړی چې له کورونو بهر نه شي او نه هم د بامونو سرونو ته پورته شي.

ځايي دوکانداران او اوسېدونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی ته د اوښتو زيانونو جبران ورکړي او يا دې هم دوی ته وښيي چې دوکانونه چا لوټلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، د محبس دننه پر اوښتو زيانونو سربېره د محبس شاوخوا خلکو ته د اوښتو زيانونو په اړه پلټنې روانې دي او د امکان تر حده به له زيانمنو خلکو سره مرستې کېږي.

د ياد بريد مسووليت داعش پر غاړه اخيستى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan