جلال اباد (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩) : د لغمان ولايت د دولت شاه ولسوالۍ امنيه قوماندان او د ټولي قوماندان له دندې لرې او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد کسان له دندو هم لرې شوي دي.
هغه زياته کړه چې لويه څارنوالي به د دوى د فساد قضيه څېړي او پايلې به يې وروسته له خلکو او رسنيو سره شريکې شي.
دولتزي په دې اړه چې هغوى څه ډول فساد کړى، معلومات نه دي ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن