ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي ١٢ ساتونکي وژل شوي

بغلان کې د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي ١٢ ساتونکي وژل شوي

author avatar
5 Aug 2020 - 17:26
بغلان کې د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي ١٢ ساتونکي وژل شوي
author avatar
5 Aug 2020 - 17:26

دويم تعقيب- پلخمري (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): بغلان کې د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي پر موټريز کاروان د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې په کې ١٢ کسان وژل شوي او يو ټپي دى.

په بغلان کې يوې سرچينې د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د مرکز پلخمري اړوند د ډنډغوري په چشمه شير سيمه کې د ولايتي شورا د پخواني غړي محبوب الله غفاري پر موټريز کاروان د سړک غاړې چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د غفاري نهه ساتونکي وژل شوي او يو ټپي دى.

د غفاري يوه خپلوان معراج الدين پژواک ته وويل چې محبوب الله غفاري د حيرتان ګمرک د نوي مسوول په توګه ټاکل شوى و او نن یې هلته د معرفي کېدو مراسم وو.

هغه زياته کړه: ((غفاري دغو مراسمو ته پر لاره و چې په لاره کې یې د ساتونکو پر موټر چاودنه وشوه، خپله جوړ دى خو نهه ساتونکي يې وژل شوي او يو بل ټپي دى.))

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رييس حبيب الله محب پژواک ته وويل چې له دې پېښې تر اوسه پنځه جسدونه او یو ټپي روغتون ته انتقال شوي دي.

ده زياته کړه چې د ټپي شوي کس روغتيايي وضعيت هم ښه نه دى.

دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا د پخواني غړي او مرستيال محبوب الله غفاري پر موټريز کاروان د ماين چاودنه وشوه.

هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې غفاري ته ستونزه نه ده پېښه شوې خو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د بغلان د والي وياند نذير نجم پژواک ته وويل چې په دغه پېښه کې د غفاري ١٢ ساتوونکي وژل شوي او يو بل تپي دى.

د يادې چاودنې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.