ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو وزارت: ٤٠ هېوادونو د مشورتي لويې جرګې له جوړېدو ملاتړ وکړ

د بهرنيو چارو وزارت: ٤٠ هېوادونو د مشورتي لويې جرګې له جوړېدو ملاتړ وکړ

author avatar
5 Aug 2020 - 12:35
د بهرنيو چارو وزارت: ٤٠ هېوادونو د مشورتي لويې جرګې له جوړېدو ملاتړ وکړ
author avatar
5 Aug 2020 - 12:35

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ٤٠ هېوادونو د کېدونکې مشورتي لويې جرګې ملاتړ کړى دى.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې د طالبانو د پاتې ٤٠٠ بنديانو خوشي کولو په تړاو د مشورتي لويې جرګې رابللو اعلان وکړ چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ جوړه شي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان پرون له غرمې وروسته د "سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا" او "سولې لپاره د نړیوالې اجماع پیاوړتیا" تر سرلیکونو لاندې د دوو جلا مشورتي غونډو کوربه توب درلود.

سرچينې زياته کړې، یادې ناستې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ د ویډیویي کنفرانس له لارې پداسې حال کې ترسره شوې چې په کابل کې میشتو سفیرانو، د هېوادونو ځانګړو استازو او د نړیوالو سازمانونو استازو هم پکې برخه اخیستې وه.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دواړو ناستو کې له څلوېښتو څخه د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.

ګډونوالو د طالبانو بندیانو خوشي کېدو او اوربند پر اهمیت، د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو حقونو ته درناوی، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د ګډون پر اهمیت او د سولې خبرو اترو بېړني پیل په هکله بحث او نظرونه تبادله کړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنيف اتمر يادې ناستې ته د سولې په هکله د افغان حکومت اقدامات، د ۵۰۰۰ څخه زیاتو طالب بندیانو خوشې کیدو او سولې ته د رسیدو په هکله خبرې وکړې.

سربیره پردې نوموړي د سولې مشورتي لويې جرګې جوړولو په هکله د دولت د چمتووالي او د دې جرګې سیاسي او تاریخي مخینې ارزښت په هکله ګډونوالو ته خبرې وکړې.

اتمر د دې لویې مشورتي جرګې موخې، اجنډا، جوړښت او له نړیوالو متحدینو څخه د افغان دولت د تمې په اړه هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د دواړو غونډو برخه والو د مشورتي ناستو دوام ستاینې ترڅنګ، د طالب بندیانو خوشي کولو له امله د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ.

سرچينې ويلي، ګډونوالو لویه جرګه د سولې بهیر لپاره یو مشورتي او بشپړوونکی اصل او د دې جرګې جوړول یې د سولې او داسې نورو ملي مسایلو په هکله د تصمیم نیولو په بهیر کې د ولس د نظریاتو او مشورو شریکولو لپاره یو فرصت وګاڼه.

همدارنګه، دوی په جلال اباد کې وروستی برید او له درې ورځني اوربند مخکې د تاوتریخوالي لوړه کچه په کلکه وغندله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.