ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي بانک «ناظر کل» د شخصي سفر لپاره د قانون خلاف ۹۰۰۰ ډالر سفریه ترلاسه کړې ده

د مرکزي بانک «ناظر کل» د شخصي سفر لپاره د قانون خلاف ۹۰۰۰ ډالر سفریه ترلاسه کړې ده

author avatar
5 Aug 2020 - 11:55
د مرکزي بانک «ناظر کل» د شخصي سفر لپاره د قانون خلاف ۹۰۰۰ ډالر سفریه ترلاسه کړې ده
author avatar
5 Aug 2020 - 11:55

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۹۹): د پژواک موندنې ښیي چې د افغانستان بانک د ټولو ناظر (ناظر کل) د دغه بانک د قانون او اصولو خلاف له یاد بانک څخه هند ته د شخصي سفر لپاره نهه زره امریکایي ډالر سفریه ترلاسه کړې ده.

دغه راز د یاد بانک یوه سرچینه وایي چې د دغه بانک ناظر کل اصیل ګل توتاخېل په میاشتنۍ تنخوا کې چې ۲۸۵زره افغانۍ وې، پنځوس زره افغانۍ ډېروالی راغلی او دغه ډېروالی د وړاندیز له نېټې شپږ میاشتې مخکې اجرا شوی دی.

د ۷۰۰زره افغانیو معادل سفریه

د افغانستان بانک د دغه بانک ناظر کل ته په داسې حال کې د هغه د ۳۶ ورځني شخصي سفر لپاه د ورځې ۲۵۰ امریکایي ډالر چې شاوخوا ۱۹زره افغانۍ کېږي، خرڅه ورکړې چې د اصولو له مخې شخصي سفرونو ته باید د بیت المال له مال څخه پیسې ورنه کړل شي او د دولت کارکوونکي په دغه ډول رسمي سفرونو کې هم یوازې د پنځو ورځو لپاره د سفر خرڅې حق لري.

د افغانستان بانک مالي امریت د روان کال د وري د اوومې نېټې په وړاندیز کې چې یوه کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، راغلي: «لکه څنګه چې عالي مقام حاضر دی، د ټول افغانستان بانک د ناظر محترم اصیل ګل توتاخېل د زده کړو دوام د اې سي سي اې (ACCA) د محاسبې په تخصصي پروګرام کې عالي شورا د ۱۳۹۸/۱۰/۱۴ نېټې د ۶۵ ګڼې تصویب پر بنسټ منظور کړی دی. نوموړي د کاناډا د ویزې اخیستلو لپاره د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له ۱۹مې بیا د مارچ تر ۴مې هندوستان ته سفر کړی او د ۱۳۹۸/۱۲/۲۵ نېټې وړاندیز پر بنسټ د ۳۶ ورځني سفر د خرڅې لپاره چې نهه زره امریکایي ډالره کېږي، د اجرا کولو غوښتنه کړې ده.»

په وړاندیز کې لیکل شوي: «د یادونې ده چې د رسمي چارو د سفر لګښت د ورکړې په اړه د د سفر خرڅ د لایحې د نهمې مادې په لومړي بند کې داسې لیکل شوي: «هرکله هغه کارکوونکي چې د لنډ مهال لپاره په رسمي ډول له هېواده بهر سفر کوي، په هغه ورځو په بدل کې چې د رسمي چارو په موخه په هېواد کې د اقامت قصد کوي، د دې مقررې د لومړۍ شمېرې د ضمیمې جدول مطابق له احوالو سره سم د سفریې حق لري.»

سرچینه زیاتوي چې د یادې لایحې د نهمې مادې په اتم بند کې د هېواد د ویزې اخیستلو په حالت کې د اجرا وړ ورځو د شمېر په اړه داسې لیکل شوي: «د افغانستان بانک د ریاست د مقام د لارښوونې پر اساس، هغه کارکوونکی چې پرټیننګونو، له هېواده بهر ناستو او رسمي چارو کې د ګډون په موخه ولېږل شي او یا د هغه هېواد ویزې اخیستلو لپاره چې سفر ورته کېږي، په هغه صورت کې چې لګښت یې د بانک یا کوربه هېواد پر غاړه وي، تر پنځو ورځو د سفریې حق لري. د ۱۳۹۶/۱۲/۰۷ نېټې د ۳۴۱مې ګڼې د تصویب له مخې، د عامل پلاوي د سفر خرڅې اجرا بهر هېواد ته د ویزې اخیستو په منظور، صرف د رسمي چارو په حالت کې پنځو ورځو ته را محدود شوې ده.»

په وړانديز کې راغلي چې له دې مخکې کارکوونکو ته د غیر رسمي چارو په موخه هیڅ ډول سفریه نه ده اجرا شوې او دغسې تعامل هیڅوخت نه دی شوی.

دغه راز په وړانديز شوي متن کې راغلي: «پر پورته مواردو سربېره، د رسمي چارو د سفريې بودجه د بشري سرچينو د محترم امريت له خوا پیشبیني کېږي او د ۱۳۹۹ مالي کال په بودجه کې د ورته لګښتونو تخصیص په پام کې نه دی نيول شوی. پورتنۍ موضوع شرحه په ډېر درناوي سره عالي مقام ته وړانديز شوه څو د غير رسمي ورځو سفريې د اجرا په اړه څرنګه چې تاسو هدایت وکړئ، د تعمیل وړ ده.»

د دغه بانک پخواني مرستيال محمد قسيم رحيمي د پورتني وړانديز په ځواب کې دغه ډول حکم کړی: «عامل پلاوی يې تصويبوي، موضوع دې د پرېکړې په موخه عالي شورا ته وړاندې شي.»

دغه راز، د افغانستان بانک پخوانی لومړی مرستیال وحیدالله نوشېر چې هغه مهال د بانک سرپرست هم و، د ياد وړانديز په پای کې لاسلیک کړی دی.

د کرایي چارو تنظیم مقررې په لومړۍ ګڼې ضمیمه کې، سفریه او جېب خرڅ راغلي دي، د دولت مامورین چې په لومړي بست کې دنده ترسره کوي او هند ته سفر ولري، په ورځ کې د ۱۴۸ امریکايي ډالرو سفریې مستحق دي.

د افغانستان بانک د روان کال د زمري د ۱۳مې نېټې مکتوب کې چې د پژواک په نوم را استولی دی، د بانک د ناظر کل د شخصي سفر لپاره د نهه زره امریکايي ډالرو (د ورځې ۲۵۰ ډالر) ورکولو په اړه داسې راغلي دي: ((پورته مبلغ د افغانستان بانک د ناظر کل لپاره اختصاص شوې سفریه ده چې د افغانستان بانک د محترمې عالي شورا چې د پرېکړو لوړه مرجع بلل کېږي، د ۲۶/۱۲/۱۳۹۸ نېټې د ۸۷ ګڼې تصویب له قراره منظور شوې ده.

په د افغانستان بانک کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان بانک عالي شورا، په ځانګړي ډول د هغه د څېړنو داخلي کمېټه، د قانون خلاف، د اړیکو او شخصي علایقو پر بنسټ، د ۱۳۹۹ مالي کال په خپله لومړنۍ ناسته کې ۹۰۰۰ زره امریکایي ډالره د افغانستان بانک له بودجې څخه د افغانستان بانک ناظر کل د شخصي سفر د لګښت په موخه ورکړي دي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان بانک عالي شورا په یو طرفه او له ګواښه ډک چلند سره د بانک مالي امر ته خبرداری ورکړی و چې د دې شورا پرېکړه د تطبیق وړ ده.

په همدې حال کې، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون پخوانی رییس ګل رحماني قاضي وایي چې د اضافي سفر خرڅې ورکول له قانونه لوړې له تعیین شوو موعدو دي.

هغه وویل: «د قانون له مخې هېڅوک حق نه لري چې د غیر رسمي سفریو لپاره له بیت المال څخه ګټه واخلي، خو له بده مرغه اوس مهال په ادارو کې مطلق چور روان دی او څوک نشته له هغو کسانو چې د دولت د ځینو ادارو په راس کې دي، پوښتنه وکړي.»

د توتاخېل د تحصیل لپاره د نږدې ۲۵زره ډالرو ورکړه

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۲۴مې نېټې د ۹۸۲ پر ۱۰۹۲ ګڼې مکتوب له مخې چې د افغانستان بانک د بشري منابعو عمومي امریت له خوا د دغه بانک ریاست عمومي دفتر ته صادر شوی، راغلي چې ټاکل شوې اصیل ګل توتاخېل د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۵مه د لوړو زده کړو د دوام په موخه کاناډا ته ولاړ شي. 

په یاد مکتوب کې چې یوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړې ده، راغلي چې د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۵ د لیندۍ اتمې د ۴۰مې ګڼې او د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۱۴مې د ۵۰مې ګڼې له تصویبونو سره سم، د توتاخېل معاش او تحصیلي امتیازات په لاندې ډول وړاندې کېږي: ((۱- د پروګرام له پیل څخه تر پای پورې دې د بنده (توتاخېل) معاش له اړوند ګریډه ورکړل شي. ۲- لومړی د یاد پروګرام یاد ټول لګښت چې له ۲۴۶۱۲ ډالرو ډېرېږي، د بانک له خوا دې په یو ځل تادیه شي، څو یاد تحصیلي پروګرام په بشپړ ډاډ او له سکتګي پرته مخکې ولاړ شي، وروسته دې د افغانستان بانک تادیه شوې وجه د نړیوال بانک د مرسته شوې وجهې له اتمې پروژې (چې د مالي استحکام پروژو له خوا اجرا کېږي) ترلاسه کړي. ۳- د تحصیلي دورې له بشپړېدو وروسته دې د افغانستان بانک په اوسني یا هم معادل بست کې د خدمت زمینه ورته برابره شي.)) 

د تنخوا ډېرېدل

ترلاسه شوي معلومات ښیي چې د افغانستان بانک د ناظر کل تنخوا په داسې حال کې پنځوس زره افغانۍ لوړه شوې چې مخکې یې د میاشتې ۲۸۵زره افغانۍ تنخوا ترلاسه کوله.

د ۱۳۹۸ کال د وږي د ۲۸مې د وړاندیز له مخې چې کاپي یې پژواک ته رسېدلې ده، اصیل ګل توتاخېل د افغانستان بانک د داخلي څېړنو کمېټې ته په یوه وړاندیز کې د نتخوا د لوړوالي غوښتنه کړې ده.

په وړاندیز کې راغلي: «محترم عالي مقام په جریان کې دی چې مخکې یې د افغانستان بانک د شعبو امرینو لپاره، د لومړنیو توکو د بیو او د لګښت کچې لوړېدو له امله د هغوی په تنخواګانو کې یو سسلسله ډېروالی راغلی چې زه اصیل ګل توتاخېل، له هغه امتیازه نه یم برخه من شوی. دا چې په دې وروستیو کې د ورځې نرخ ته په کتو د لګښت کچه لوړه شوې ده، له محترم عالي مقامه هیله من یم څو د ۱۳۹۸ مالي کال له پیله د بنده په میاشتنۍ تنخوا کې د پنځوس زره افغانیو ډېرېدل منظور کړي، مننه.»

د دغه مکتوب په پای کې توتاخېل لاسلیک کړی او د داخلي څېړنو کمېټې د رییس ډاکتر شاه محمد محرابي له خوا هم تایید شوی دی.

په مرکزي بانک کې یوه بله سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي چې دغه وړاندیز په هېواد کې د نافذو قوانینو خلاف ترسره شوی، د بانک د ناضر کل تنخوا ډېره شوې ده او ان د وړاندیز له نېټې د راتلونکو شپږو میاشتو اضافي تنخوا یې هم ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «یوې پرېکړې تل خپل راتلونکی اغېزمن کړی او هېڅ وخت خپل تېر حالت نه اغېزمنوي.»

هغه وایي چې دغه ډول کار د یاد بانک په تاریخ کې هم نه دی رامنځته شوی چې د هغه کارکوونکي لپاره چې تنخوا یې ډېره شوې وي، د راتلونکو شپږو میاشتو امتیازونه یې هم ورکړل شي.

پژواک پر ۹۰۰۰ ډالره سفریې سربېره، د تنخوا د ډېرېدو موضوع هم د وږي په ۲۸مه په رسمي ډول له افغانستان بانک سره شریکه کړې وه؛ خو بانک د سفر د لګښت په اړه ځواب ورکړ او د تنخوا د ډېرولو په اړه یې ځواب نه دی ورکړی.

د چارو یو شنونکی بشیر بیژن، د بانک د ناضر کل د تنخوا ډېرول د شرم وړ بولي او وایي: «د دولت هېڅ مامور او کارکوونکی حق نه لري چې په خپله د تنخوا لوړېدو وړاندیز وکړي او مامور او کارکوونکی امر لري او باید د اړوند امر له لارې دا ډول وړاندیز ترسره شي.»

هغه وایي چې په حکومتي ادارو کې د مرحلو طي کول یو اصل دی خو په دې چاره کې دغه اصل تر پښو لاندې شوی دی.

د نوموړي په خبره، د دولت له یو شمېر ځانګړو کارکوونکو سره دا ډول چلند د خلکو پر ذهنیت ناسم اغېز کوي او په هېواد کې د فساد د ترویج او بې عدالتۍ سبب ګرځي.

بیژن وویل چې ځینو ځانګړو کسانو د تنخوا ډېرېدو او د غیر رسمي سفر لپاره د سفریې ورکول ښیي چې یو شمېر کسان د هغو اړیکو پر بنسټ چې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره یې لري، له ځانګړو امکاناتو برخمن کېږي او دغه کسان «د مافیا په کړۍ کې چې په هېواد کې رامنځته شوې» شامل دي.

هغه زیاته کړه: «په حکومتي ادارو کې داسې مامورین شته چې په لږه تنخوا خدمت کوي، خو هېڅکله د هغوی تنخواوې نه دي لوړې شوې؛ ځکه هغوی د مافیا له کړۍ سره چې د نظام په راس کې وجود لري، اړیکې نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په اوس وخت کې د دولت د مامورینو تنخواوې د تنخواوو د رتبو پر اساس له اته زره افغانیو پیل بیا تر ۳۵زره افغانیو دي، خو یو شمېر لکه توتاخېل امتیازي تنخواګانې ترلاسه کوي.

پژواک هڅه وکړه څو په دې اړه له توتاخېل سره هم خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.

د توتاخېل ټوله تنخوا ۳۳۵زره افغانۍ چې د دولت د شاوخوا ۴۲ ټیټ رتبه کارکوونکو د نتخواوو معادل کېږي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.