ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې رييس: د مشورتي لويې جرګې جوړېدل ناقانونه دي

د ولسي جرګې رييس: د مشورتي لويې جرګې جوړېدل ناقانونه دي

author avatar
5 Aug 2020 - 11:41
د ولسي جرګې رييس: د مشورتي لويې جرګې جوړېدل ناقانونه دي
author avatar
5 Aug 2020 - 11:41

کابل (پژواک،۱۵زمرى ۹۹): د ولسي جرګې رييس د ملي مهمو مسايلو په اړه د خلکو نظرونو ته مراجعه يو اصل بولي، خو وايي چې په ملي شورا کې د خلکو د استازو په شتون سره د مشورتي لويې جرګې جوړېدل ناقانونه دي.

  ټاکل شوې چې مشورتي لويه جرګه د ٤٠٠ طالب زندانيانو د خوشې کولو د څرنګوالي په اړه د زمري په ١٧مه په کابل کې جوړه شي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسي جرګې د رييس له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته رارسېدلې ده، راغلي چې د ولسي جرګې رييس له اداري پلاوي سره د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه ليدلي او ددغې جرګې د جوړېدو د څرنګوالي په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.  

سرچينه وايي، دغه غونډه چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د ولسمشر مرستيالانو، د سولې مذاکره کوونکې ډلې او په پارلماني چارو کې ددولت وزير ګډون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پيل کې ولسمشر غني د ٤٠٠طالب زندانيانو د سرنوشت ټاکلو او د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره د مشورتي لويې جرګې جوړېدل جدي اړتيا وبلله .

د سرچينې په خبره، په مشورتي لويه جرګه کې به د سولې په اړه د خلکو او د هغوى د استازو د بحث ترڅنګ د نورو ملي مسايلو په اړه هم  تصميم ونيول شي.

د ولسي جرګې رييس ميررحمان رحماني د ملي مهمو مسايلو په اړه د خلکو نظرونو ته مراجعه يو اصل بولي، خو د مشورتي لويې جرګې جوړېدل يې ناقانونه وبلل.

رحماني زياته کړه، په داسې حال کې چې د ملي شورا په مجلسونو کې د خلکو واقعي استازي حضور لري، نو د هر ډول مشورتي لويې جرګې جوړېدل ناقانونه دي.

د اساسي قانون په ١١٠ ماده کې راغلي دي چې لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې عالي مظهر دى چې د ملي شورا، د ولايتي شوراګانو او د ولسواليو شورګانو له غړو جوړيږي. 

ددغې مادې په بله برخه کې راغلي چې وزيران، د سترې محکمې رييس او غړي او لوى څارنوال کولى شي چې بې له رايې د لويې جرګې په غونډو کې ګډون وکړي .

رحماني وويل چې دولت بايد د مهمو ملي او سرنوشت ټاکوونکو او په ځانګړې توګه د بين الافغاني خبرو او د ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه د ملي شورا له غړيو سره يوه فوق العاده ناسته جوړه کړي. 

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس،له ډېرو بحثونو وروسته دا ناسته بې پايلې وه خو ولسمشرۍ ماڼۍ له رييس، اداري پلاوي، د کمېټو له رييسانو او د ولسي جرګې د پارلماني ګروپونو له مسوولينو سره د ورته يوې ناستې غوښتونکې شوه .   

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.