ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړيوالې پراختيايي ادارې د افغانستان ملي دسترخوان لپاره بوديجه منظوره کړه

نړيوالې پراختيايي ادارې د افغانستان ملي دسترخوان لپاره بوديجه منظوره کړه

author avatar
5 Aug 2020 - 12:37
نړيوالې پراختيايي ادارې د افغانستان ملي دسترخوان لپاره بوديجه منظوره کړه
author avatar
5 Aug 2020 - 12:37

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩) : نړيوال بانک وايي چې اجرائیوي ډلې يې له نړيوالې پراختيايي ادارې څخه د افغانستان لپاره د ۲۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د دوو بېلا بېلو وړيا مالي مرستو ټولګه منظور او ترلاسه کړې ده.

د ياد بانک له خوا د زمري په ١٥مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې به په افغانستان کې پر بې وزلو کورنيو د کوويډ-۱۹ وبا اقتصادي اغېزې کمې کړي، د مهمو خوراکي توکو د رسولو چارې به ګړندۍ کړي او کروندګرو ته به بېړنۍ مرستې ورسوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د دې مالي مرستې ۱۵۵ میلیونه ډالر د نړیوالې پراختيايي ادارې، چې د نړۍ د خورا بېوزله هېوادونو لپاره د نړیوال بانک د مالي مرستو صندوق دی، او پاتې ۱۲۵ میلیونه ډالر د افغانستان د بیارغونې صندوق، چې نړيوال بانک يې د ۳۴ بسپنه ورکوونکو په استازۍ د چارو مديريت کوي، له خوا برابرېږي.

سرچينې زياته کړې، ددغې پروژې له لارې به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان کورنيو ته مرستې ورسيږي.

نړيوال بانک ويلي، پر افغان کورنيو او ټولنې د کوويډ-۱۹ ناروغۍ د اغېز کمولو د مرستې پروژه به د ولسي تړون د ملي پروګرام تر چتر لاندې د يوې ورته پروژې هڅې پياوړې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، تمه ده چې دواړه پروژې به په ګډه د هېواد ۹۰ سلنه اړې او بې وزلې کورنۍ د ”ملي دسترخوان“ پروګرام په چوکاټ کې تر پوښښ لاندې ونيسي، او شاوخوا ۴.۱ میلیونه هغه کورنۍ چې ورځنی عايد يې دوه ډالر او يا تر هغه ښکته دی ګټمنې کړي.

نړيوال بانک دغه راز ويلي چې د کرنې او خوراکي توکو رسولو بېړنۍ پروژې د تمويل لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالر وړیا مرستو څخه ۵۵ ميليونه ډالر د نړيوالې پراختيايي ادارې او پاتې ۴۵ ميليونه ډالر د افغانستان د بيارغونې صندوق له خوا برابرېږي.

سرچينې ويلي، له دې پروژې څخحه موخه د خوراکي توکو د محلي توليد زياتول او د مهمو سوداګريزو خوراکي توکو، لکه د غنمو چې د ۷۰ سلنه افغانانو اساسي خواړه جوړوي، د رسولو کچه لوړول دي، چې په مرسته به يې د خوړو خوندیتوب پياوړی شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همدا راز به دا پروژه په کلیوالو سیمو کې د زېربناوو، ‌لکه اوبولګولو سیستمونو، د جوړولو له لارې خلکو ته د لنډمهالو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي. په کلیوالو سیمو کې د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د مخنيوي هڅو کرنه ټکنۍ کړې، چې له امله يې کروندګرو په خپل وخت خپلې ځمکې ونه شوای کرلى.

دا په داسې حال کې ده چې په ښاري سيمو کې د خوړو نرخونه د خوراکي موادو په رسونه کې د بېړني کمښت له امله په لوړېدو دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.