زرنج(پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): په نيمروز کې يوه سيمه ييزه سرچينه وايي چې ددغه ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله اووه عام وګړي وژل شوي دي.
د خاشرود ولسوال حاجي عبدالجلیل وطن دوست پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته د خاشرود ولسوالۍ ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه وويل چې وژل شوي کسان ټول ملکي دي، چې د ولسوالۍ له مرکز څخه د خاشرود سيند ته د لامبو وهلو لپاره روان و چې د ښار په کمربندي سيمه کې پر ماين وربرابر شوي چې د چاودنې له امله ټول وژل شوي دي.
نوموړي وويل چې وژل شويو کسانو له شلو کلونو زيات عمر درلود.
ولسوال ادعا وکړه چې دغه ماين ددولت د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوى و چې د امنيتي ځواکونو لپاره يې ايښى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن