د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بغلان کې د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي نهه ساتونکي وژل شوي

بغلان کې د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي نهه ساتونکي وژل شوي

Aug 05, 2020 - 14:41

تعقيبي- پلخمري (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): بغلان کې د ولايتي شورا د يوه پخواني غړي پر موټريز کاروان د سړک غاړې ماين چاودنه شوې چې په کې نهه کسان وژل شوي او يو ټپي دى.

په بغلان کې يوې سرچينې د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د مرکز پلخمري اړوند د ډنډغوري په چشمه شير سيمه کې د ولايتي شورا د پخواني غړي محبوب الله غفاري پر موټريز کاروان د سړک غاړې چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د غفاري نهه ساتونکي وژل شوي او يو ټپي دى.

د غفاري يوه خپلوان معراج الدين پژواک ته وويل چې محبوب الله غفاري د حيرتان ګمرک د نوي مسوول په توګه ټاکل شوى و او نن یې هلته د معرفي کېدو مراسم وو.

هغه زياته کړه: ((غفاري دغو مراسمو ته پر لاره و چې په لاره کې یې د ساتونکو پر موټر چاودنه وشوه، خپله جوړ دى خو نهه ساتونکي يې وژل شوي او يو بل ټپي دى.))

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رييس حبيب الله محب پژواک ته وويل چې له دې پېښې تر اوسه پنځه جسدونه او یو ټپي روغتون ته انتقال شوي دي.

ده زياته کړه چې د ټپي شوي کس روغتيايي وضعيت هم ښه نه دى.

دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا د پخواني غړي او مرستيال محبوب الله غفاري پر موټريز کاروان د ماين چاودنه وشوه.

هغه زياتوي چې په دې چاودنه کې غفاري ته ستونزه نه ده پېښه شوې خو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادې چاودنې په اړه د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan