مزارشريف (پژواک، ۱۵ زمری ۹۹): په بلخ کې امنيتي چارواکي تاييدوي چې د دغه ولايت د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مزار- شبرغان لويې لارې په اوږدو کې ماين چاودنې له امله ۷ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د زمري په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونو پر دغې لويې لارې ګزمه کوله.
هغه زياته کړه چې ماين د بلخ ولسوالۍ اړوند علم خېل سيمه کې شوې چې په پايله کې يې د لويې لارې د پوليسو يو هاموې ټانک ويجاړ شوی، ۵ پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې له چاودنې وروسته طالبانو د لويې لارې پر امنيتي پوستې هم بريد کړی چې بېرته له ماتې سره مخ شوي دي.
عادل زياتوي چې په ياده جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره جزئيات ورنه کړل.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن