ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٧ کسان پر کرونا اخته او شپږ مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٧ کسان پر کرونا اخته او شپږ مړه شوي

author avatar
5 Aug 2020 - 12:57
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٧ کسان پر کرونا اخته او شپږ مړه شوي
author avatar
5 Aug 2020 - 12:57

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۸۲۹ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ١٦ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٧٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې دي چې ٤٧ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۶۸۲۹ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١١ په کندهار، نهه په بلخ، اته په هرات، پنځه په تخار، درې په کابل، درې په کندوز، دوه-دوه په پکتيا، ميدان وردګ او هلمند او يوه-يوه هم په بغلان او بدخشان ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۵۷۴۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شپږ کسان د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ۱۲۹۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

دغه وزارت خبردارى ورکوي که چيرې روغتيايي لارښوونې عملي نه شي، په نږدې راتلوونکي کې به يو ځل بيا د کرونا ويروس مثبتې پېښې ډېرې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.