کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې یې هېواد ته د بهرنیو داعشيانو د رالېږدولو مسوول نيول شوى دى.
د ملي دفاع وزارت له خوا د زمري په ١٥مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کومانډو ځواکونو د هدفي عملياتو په ترڅ کې "محمد سعيد" د "محمد افضل" زوى چې د داعشيانو يو له مهمو او ظالمو قوماندانانو دی، تېره شپه په کونړ ولايت کې ونيول شو.
سرچينې زياته کړې چې یاد کس له بهره افغانستان ته د بهرنیو ترهګرو د کورنيو د راليږد مسووليت پر غاړه درلود او د جلال اباد پر محبس د بريد يو له طراحانو ځخه و.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن