ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسیون: د اختر ورځو نا امنيو کې ١٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د بشري حقونو کمېسیون: د اختر ورځو نا امنيو کې ١٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
5 Aug 2020 - 16:26
د بشري حقونو کمېسیون: د اختر ورځو نا امنيو کې ١٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
5 Aug 2020 - 16:26

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د اختر د اوربند پر مهال په ټول هېواد کې د نا امنيو له امله ١٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ياد کمېسيون له خوا د زمري په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شخړې د ښکېلو غاړو د درې ورځني اوربند له اعلان سره سره ملکي مرګ ژوبله لا هم روانه وه او په منځني ډول هره ورځ ۳۸ ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون موندنې ښيي چې د عرفې ورځې په ګډون د اختر په ورځو کې د ناامنۍ ۷ پېښې رامنځته شوې دي چې ۱۵۴ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده چې له ډلې یې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپيان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي چې دا پېښې په لوګر، هرات، اروزګان، غزني او ننګرهار  ولايتونو کې رامنځته شوي چې ډېرى يې د وسله والو مخالفينو له خوا ترسره شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادې مرګ ژوبلې د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۹مه د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوله ساتونکو په بريدونو کې ۱۰۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۱۵ کسان وژل شوي او پاتې نور ټپيان وو.

بلخوا د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د اختر د ورځو د اوربند پر مهال وسله والو طالبانو ٣٨ ځلې سرغړونې کړې دي.

دغه وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي چې د طالبانو په دغو بريدونو کې ٢٠ ملکي وژل شوي او ٤٠ نور ژوبل شوي وو.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.