د بهرنيو چارو وزارت: ٤٠ هېوادونو د مشورتي لويې جرګې له جوړېدو ملاتړ وکړ

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ٤٠ هېوادونو د کېدونکې مشورتي لويې جرګې ملاتړ کړى دى.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې د طالبانو د پاتې ٤٠٠ بنديانو خوشي کولو په تړاو د مشورتي لويې جرګې رابللو اعلان وکړ چې ټاکل شوې د راتلونکې جمعې په ورځ جوړه شي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان پرون له غرمې وروسته د "سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا" او "سولې لپاره د نړیوالې اجماع پیاوړتیا" تر سرلیکونو لاندې د دوو جلا مشورتي غونډو کوربه توب درلود.

سرچينې زياته کړې، یادې ناستې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ د ویډیویي کنفرانس له لارې پداسې حال کې ترسره شوې چې په کابل کې میشتو سفیرانو، د هېوادونو ځانګړو استازو او د نړیوالو سازمانونو استازو هم پکې برخه اخیستې وه.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دواړو ناستو کې له څلوېښتو څخه د ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.

ګډونوالو د طالبانو بندیانو خوشي کېدو او اوربند پر اهمیت، د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو حقونو ته درناوی، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د ګډون پر اهمیت او د سولې خبرو اترو بېړني پیل په هکله بحث او نظرونه تبادله کړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنيف اتمر يادې ناستې ته د سولې په هکله د افغان حکومت اقدامات، د ۵۰۰۰ څخه زیاتو طالب بندیانو خوشې کیدو او سولې ته د رسیدو په هکله خبرې وکړې.

سربیره پردې نوموړي د سولې مشورتي لويې جرګې جوړولو په هکله د دولت د چمتووالي او د دې جرګې سیاسي او تاریخي مخینې ارزښت په هکله ګډونوالو ته خبرې وکړې.

اتمر د دې لویې مشورتي جرګې موخې، اجنډا، جوړښت او له نړیوالو متحدینو څخه د افغان دولت د تمې په اړه هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز د دواړو غونډو برخه والو د مشورتي ناستو دوام ستاینې ترڅنګ، د طالب بندیانو خوشي کولو له امله د افغان حکومت د هڅو ستاینه وکړه او د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړولو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړ.

سرچينې ويلي، ګډونوالو لویه جرګه د سولې بهیر لپاره یو مشورتي او بشپړوونکی اصل او د دې جرګې جوړول یې د سولې او داسې نورو ملي مسایلو په هکله د تصمیم نیولو په بهیر کې د ولس د نظریاتو او مشورو شریکولو لپاره یو فرصت وګاڼه.

همدارنګه، دوی په جلال اباد کې وروستی برید او له درې ورځني اوربند مخکې د تاوتریخوالي لوړه کچه په کلکه وغندله.

ګډونوالو د لوی اختر په جریان کې د دوه اړخیز اوربند ستاینه وکړه، ټینګار یې وکړ چې طالبانو د بشردوستانه اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک، په افغانستان کې د اوربند په اړه د اسلامي همکارۍ د سرمنشي اعلامیه، د نړیوالې ټولنې او افغان ولس غوښتنه په پام کې ونیسي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او همېشنی اوربند تامین کړي.

په خبرپانه کې راغلي، د دوی غوڅ شمېر، په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له بېړني پیل څخه ملاتړ وکړ، د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو ساتلو او پیاوړتیا باندې یې ټینګار وکړ.

نظر ورکړئ