ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې ١٠ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي

د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې ١٠ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي

author avatar
5 Aug 2020 - 14:48
د عامې روغتيا وزارت: په هېواد کې ١٠ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي
author avatar
5 Aug 2020 - 14:48

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، د دوى نوو موندنو ښودلې ده چې په افغانستان کې لس ميليونه خلک پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکتر احمد جواد عثماني د زمري په ١٥مه يوې خبري غونډې ته وويل چې د عامې روغتيا وزارت له خوا دا سروې د هېواد په ٩ زونونو او ٣٤ ولايتونو کې ترسره شوې ده.

هغه زياته کړه، د سروې له مخې ١٠ ميليونه کسان چې د هېواد د ټول نفوس ٣١،٥ سلنه تشکيلوي، د کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه د ١٣٩٨ لمريز کال د کب په ٢٦مه په هرات کې ثبت شوې وه.

عثماني وويل چې د کابل د ټول نفوس ٥٣ سلنه پر کرونا اخته شوي وو، په ختيځ زون کې ٤٢،٣ سلنه، په مرکزي زون کې ٣٦،٣ سلنه، په لوېديځ زون کې ٣٤،١ سلنه او د شمال ختيځو ولايتونو ٣٢،٤ سلنه خلک پر کرونا اخته شوي وو.

د نوموړي په وينا، په دايکنډي او غور ولايتونو کې د کرونا ناروغان کم وو چې ٢١ سلنه يې پر دې ناروغۍ اخته شوي وو.

عثماني زياته کړه، په سروې کې ښودل شوې چې له پنځو څخه تر ١٧ کلونو پورې ماشومان ٤٦،٤ سلنه په کابل کې په کرونا اخته شوي وو، خو نښې يې نه درلودې او بېرته ژر ښه شول.

د هغه په وينا، دغه راز په کابل کې له ١٨ کلونو پورته ٥٧ سلنه خلک په کرونا اخته شوي وو.

د عامې روغتيا وزير وويل، ٤٢،٣ سلنه په ښارونو او ٣١،٧ سلنه په کليو کې پر کرونا اخته شوي وو، دغه راې ٣٠،٨ سلنه ماشومان په ښارونو او ٢٣،٤ په کليو کې ناروغه شوي وو.

د يادونې  ده، پر روغتيايي مرکزونو د نه باور او نورو لاملونو له امله ډېری ناروغانو په خپلو کورونو کې درملنه کړې ده.

د عامې روغتيا وزارت سرپرست خبردارى ورکړ چې ممکن کرونا يو ځل بيا خپره شي او له خلکو يې وغوښتل چې وقايوي او احتياطي اقدامات ترسره کړي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په رسمي توګه په ټول هېواد کې ٣٦٨٢٩ کسان پر کرونا اخته شوي، ١٢٩٤ مړه او ٢٥٧٤٢ بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.