اسعداباد (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د نورستان والي عبدالغفور ملکزى له يو وسله وال بريده روغ وتلى دى.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نورستان د والي پر موټريز کاروان دغه بريد تېر ماښام اووه بجې د دغه ولايت په چپه درې ولسوالۍ کې وشو.
هغه زياته کړه چې نوموړى نورستان ته پر لار و چې د چپې درې ولسوالۍ په ګوسلک سيمه کې پرې بريد شوی، خو والي ترې روغ وتلى دى.
دهقان وايي چې په دغه بريد کې د والي دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.
بلخوا د نورستان يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې د والي درې ساتونکي ټپيان شوي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده، څه موده مخکې د نورستان پر پخواني والي حافظ عبدالقيوم د کابل په ماهيپر سيمه کې بريد شوى و چې له امله يې يو ساتونکى وژل شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن