ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيکا پوليسو زندانيان وهلي دي “

“د پکتيکا پوليسو زندانيان وهلي دي “

author avatar
5 Aug 2020 - 14:13
“د پکتيکا پوليسو زندانيان وهلي دي “
author avatar
5 Aug 2020 - 14:13

ښرنه (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): د پکتيکا ولايتي شورا او ځينې اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په زندان کې پوليسو يو شمېر زندانيان وهلي او اوښکې بهوونکى ګاز يې هم پرې استعمال کړى دى.

بل لورته حکومتي چارواکي هم د پېښې پخلى کوي، خو د زندانيانو د وهلو مسله بيا ردوي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا ولايتي شورا غړي افسر خان سليمانخېل د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت په زندان کې يو شمېر زندانيان د پوليسو له لوري وهل شوي دي.

دى وايي: ((کوم يو زنداني ته زنګ راغلى، پوليسو همدغه خبره بهانه کړې اول يې زندانيان ښه وهلي بيا يي پرې اوښکې بهونکى ګاز استعمال کړى دى.))

نوموړى وايي چې په دغه زندان کې خطرناک بنديان نشته،نو قضيه بايد جدي وڅېړل شي.

دغه راز قومي مشر ملا معصوم پژواک ته وويل چې د پوليسو او زندانيانو ترمنځ شخړه د ټيلېفون پر سر را پيدا شوې ده.

ده وويل: ((پوليسو چې کله له زندانيانو ټيلېفون اخيستى، په همدې شخړه جوړه شوې، خو پوښتنه دا ده چې زندان ته خو څوک يو کوچنى شى هم نه شي داخلولاى، نو دا ټيلېفون له کومه شو؟))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په زندان کې ډېر ارزانه ټيلېفونونه پر زندانيانو په ډېره لوړه بيه پلورل کيږي.

بل لورته د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني په دې اړه پژواک ته وويل چې پوليسو يواځې پر زندانيانو اوښکې بهوونکى ګاز استعمال کړى دى.

هغه وايي: ((موږ په دې زندان کې له ٣٥-٤٠ پورې په نشه يي توکو اخته زندانيان لرو، ټيلېفون هم له همدوى څخه ترلاسه شوى، خو وروسته يو شمېر نورو هغو زندانيانو چې له دولت سره د مخالفت په تور نيول شوي، د دې معتادينو ملاتړ کړى چې پوليسو پرې ګاز شيندلى دى.))

والي زياتوي چې دغه پېښه دوى په جدي توګه څېړي او بيا يې پايله له خلکو سره شريکوي.

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې تېره شپه د پکتيکا په زندان کې يو شمېر زندانيان د پوليسو له لوري وهل شوي او ګاز پرې شيندل شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.