ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رحیمي: د لویې مشورتي جرګې جوړېدو موخه د سولې بهیر نتیجې ته رسول دي

رحیمي: د لویې مشورتي جرګې جوړېدو موخه د سولې بهیر نتیجې ته رسول دي

author avatar
5 Aug 2020 - 11:57
رحیمي: د لویې مشورتي جرګې جوړېدو موخه د سولې بهیر نتیجې ته رسول دي
author avatar
5 Aug 2020 - 11:57

کابل (پژواک، ۱٥ زمری ۹۹): مسوولین وایي، د لویې مشورتې جرګې ځیني ګډونوال چې د طالبانو د ۴۰۰ جنجالي زندانیانو ازادولو په اړه د مشورې لپاره ترسره کېږي، کابل ته رسېدلي او ځیني نور تر سبا پورې کابل ته رسېږي.

تمه ده چې دغه جرګه د راتلونکې جمعې ورځ (د زمري ۱۷مه) په کابل کې جوړه شي.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د افغان حکومت زر بندیان خوشي کړي.

حکومتي چارواکي وایي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل دي او د دې ډلې ۳۱۷ نور زندانیان یې خوشي کړي دي، خو ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو پرېښودو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي. طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خوشي کړي او دغه بهیر یې بشپړ کړی دی.

د افغانستان د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي رییس محمد معصوم ستانکزي تېره ورځ د سولې په چارو کې د دولت له وزیر عبدالسلام رحیمي او د لویې مشورتي جرګې د دارالانشا له رییس سره په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې له خلکو سره مشوره یو اصل دی او په اوسنیو شرایطو کې د جرګې ترسره کول یوه اړتیا ده.

هغه دوه کاله مخکې د سولې مشورتي جرګې ترسره کولو یادونه وکړه او ویې ویل چې ولسمشر په هغې جرګه کې ژمنه کړې وه چې د سولې په چارو کې له خلکو سره مشوره کوي او دغه جرګه د سولې په اړه د مشورې لپاره جوړېږي.

هغه زیاته کړه: «په جرګه کې د سولې په بهیر کې کومې ستونزې چې موجودې دي او پرمختګونه چې شوي، د خلکو له استازو سره شریکېږي.»

ستانکزي د ۴۰۰ زندایانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې یو شمېر دغه زندانیان پر اعدام محکوم دي، یو شمېر نور پر قتل، پر اختطاف او مالي فساد تورن دي چې ولسمشر یې د خوشي کولو صلاحیت نه لري او په اړه یې باید په لویه جرګې کې پرېکړه وشي.

هغه وویل چې دغه ۴۰۰ بندیان ټول افغان طالبان دي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل:«نه کومه پټه اجنډا لرو او نه غواړو چې وخت ضایع شي.»

هغه وویل: «د جرګې په جوړولو کې بېړه ځکه وشوه چې د بین الافغاني خبرو په پیل کې ځنډ د وینې تویېدو د دوام لامل کېږي او په هغه کې ځنډ د جګړې د دوام په معنا دی، هڅه دا ده چې د سولې بهیر نتیجې ته ورسېږي او ملي وحدت وساتل شي او مذاکرات نور ونه ځنډول شي او په افغانستان کې وینه تویېدنه نور پای ته ورسېږي.»

د ستانکزي د معلوماتو پر اساس، د لویې جرګې یو شمېر ګډونوال له ولایتونو کابل ته رسېدلي او تر سبا به د دې جرګې نور غړي هم کابل ته ورسېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.