مزارشريف (پژواک، ١٥ زمرى ٩٩): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيلېدو د ټينګار ترڅنګ ويلي چې دوى له افغان ملي ځواکونو سره همکاريو ته دوام ورکوي.
د ناټو ملکي استازي او سفير سټيفانو دغه څرګندونې مزارشريف ته د سفر پر مهال په خپل يو پيغام کې کړې دي.
د ناټو د ملکي استازي مطبوعاتي دفتر وايي چې نوموړي په مزارشريف کې د ناټو له ځايي مسوولينو او قوماندانانو سره د وروستيو بدلونونو او امنيت په اړه خبرې کړې دي.
دغه راز نوموړي د کندوز او بلخ له واليانو او نورو چارواکو سره هم پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ناټو ملکي سفير د تېر اختر د اوربند هرکلى وکړ او ويې ويل چې د دوامداره سولې لپاره بايد ژر تر ژره بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
هغه زياته کړه چې ناټو له افغانستان او د دغه هېواد له امنيتي ځواکونو سره همکاريو ته ژمن دى او دغو همکاریو ته به دوام ورکوي.
نوموړي دغه راز د جلال اباد پر محبس هغه ډله ييز بريد وغانده چې په ترڅ کې يې سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د هغه په وينا، د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره ژر تر ژره د بين الافغاني مذاکراتو پيلېدل اړين دي.
د ناټو ملکي سفير د افغان ځواکونو د کړنو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې افغانان بايد پر خپلو ځواکونو ووياړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن