کابل (پژواک، ۱۵ زمرى ٩٩): له کاره لوېدلو (داغمه) فلزاتو پلورنې په اړه له یوې څېړنې وروسته، د مالیې وزارت د دفتر رییس او د دولتي شرکتونو رییس له دندې ګوښه، ممنوع الخروج او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني د چارو ادارې له یادې څېړنې وروسته امر کړى چې د داغمه فلزاتو پلورنې کمېټه او د دې کمېټې اجرائیه پلاوی دې هم له منځه ولاړ شي او د دې کمېټې د اجرائیه پلاوي رییس او د امنیتي ارګانونو اړوند په یاده پروسه کې دخیل چارواکي دې هم تر عدلي او قضايي څار لاندې ونیول شي.
د داغمه فلزاتو پلورلو کمېټه د مالیې، اقتصاد، سوداګرۍ او کانونو وزارتونو او سوداګرۍ خونې له استازو جوړه ده.
دغه کمېټه د دولتي ناکاره (داغمه) فلزات لیلاموي او د ځانګړې تګلارې له مخې یې د اوسپنې د ذوب فابریکې پېري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د روانې زمري میاشتې په ۷مه لویې څارنوالۍ ته په استول شوي مکتوب کې چې کاپي یې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د داغمه فلزاتو پلورلو په اړه د چارو ادارې د یوه ګډ پلاوي راپور له کتلو وروسته امر کړی چې د مالیې وزارت د دفتر رییس ساجد تقوا او د دولتي شرکتونو رییس شفیق الله شهراني دې له دندې ګوښه او څارنوالۍ ته دې ور وپېژندل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن