ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایم ټي این افغانستان: تر اوسه د فعالیت درولو وروستۍ پریکړه نه ده شوې

ایم ټي این افغانستان: تر اوسه د فعالیت درولو وروستۍ پریکړه نه ده شوې

author avatar
6 Aug 2020 - 21:11
ایم ټي این افغانستان: تر اوسه د فعالیت درولو وروستۍ پریکړه نه ده شوې
author avatar
6 Aug 2020 - 21:11

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹) : د افغانستان د مخابراتی شبکو د کنټرول اداره اترا وایي چې دایم ټي این افغانستان شرکت ورته ډاډ ورکړی چې دمګړۍ د فعالیتونو درولو اراده نه لری.

نن ځینو نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د ایم ټی این شرکت چې مرکز یې په افریقا کې غواړي په منځني ختیځ، سوریه، یمن او افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروی.

له اترا څخه د زمري په ۱۶مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اترا ادارې او ایم ټي این رهبرۍ ګډه غونډه ترسره کړه د اترا ادارې رهبرۍ له ایم ټي این شرکت څخه له افغانستانه د احتمالي وتون د مطبوعاتي راپورونو په هکله وضاحت وغوښت.

سرچینې زیاته کړې، د ایم ټي این افغانستان مخابراتي شرکت اجراییوي رییس عباد رضا، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) رهبرۍ، عمر منصور انصاري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه وتل یې لومړیتوب نه دی او نه په دې تړاو کومه قطعي پرېکړه شوې ده.

رضا په دغه مجازي غونډه کې چې د اترا د عالي شورا او بورډ غړي هم په کې شامل وو یادونه وکړه چې په مطبوعاتو کې له منځني ختيځ نه د ام ټي این د احتمالي وتلو په هکله خپور شوی خبر د سيمې لپاره د منځمهالې ستراتیژۍ (۵ کلونو لپاره)‌ په چوکاټ کې وړاندې شوی نظر دی چې په سر کې یې د سوریې هېواد دی، خو د افغانستان اړوند داسې کومه نهایي پرېکړه نه ده شوې.

د نوموړي په خبره اوسمهال يوازې د سوريې په هکله، هغه هم د یاد هېواد د حکومت په غوښتنه، له ټيلي-انویسټ سره چې دغه هېواد کې ورسره د ۲۵٪ اسهامو لرونکی دی او د ايران په هکله چې د تعزیراتو له کبله يې هلته کار کول سخت شوي دي په لوړه کچه مذاکرات روان دي.

ده زیاته کړه که د افغانستان په اړه یې احیانا کومه پرېکړه کوله، ټولې چارې به مسوولانه مخته وړي او د اترا ادارې قوانینو او طرزالعملونو ته به ژمن وي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.