ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسټراليا يوې کمپنۍ افغانستان کې دانرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده

د اسټراليا يوې کمپنۍ افغانستان کې دانرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده

author avatar
6 Aug 2020 - 17:56
د اسټراليا يوې کمپنۍ افغانستان کې دانرژۍ برخه کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده
author avatar
6 Aug 2020 - 17:56

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د اسټرالیا فورتسیکو مېټل ګروپ کمپنۍ ريیس سره په افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو خبرې وکړې.

له ارګ څخه د زمري په ١٦مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسټرالیا دغه کمپنۍ د اوسپنې تولید، د کانونو سکتور او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې فعالیت لري.

سرچينې زياته کړې، په دغه ویډيو کنفرانس کې چې په ارګ کې ترسره شو، په افغانستان کې د تجدید وړ انرژۍ او کانونو په برخو کې د پانګونې پر لارو چارو بحث او خبرې وشوې.

د فورتسیکو مېټل ګروپ کمپنۍ ريیس انډریو فوریست وویل، دغه کمپنۍ په سیمه کې د کانونو د استخراج او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې ښې تجربې لري او په هغو هیوادونو کې چې د تجدید وړ انرژۍ د غوره تولید وړتیا لري، پانګونه کوي.

وروسته ولسمشر غني د افغانستان د طبیعي منابعو او د کانونو سکتور او د تجدید وړ انرژۍ په ځانګړي ډول د اوبو او لمر منابعو څخه د انرژۍ تولید په برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.

همدا راز په دغه ویډیو کنفرانس کې د داخلي پانګوالو په مشارکت  د بهرنیو کمپنیو له لوري د افغانستان د اوسپنې او مسو کانونو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث وشو.

د فورتسیکو مېټل ګروپ اسټرالیایي کمپنۍ ريیس په افغانستان کې له پانګونې سره د لېوالتیا څرګندولو پر مهال وویل، افغانستان د طبیعي منابعو له اړخه بډای هېواد دی او زیات امکانات شته چې د تجدید وړ انرژۍ په یو عمده تولیدونکي هېواد بدل شي.

نوموړي د تجدید وړ انرژۍ د تولید او د کانونو  د استخراج په برخو کې پانګونې ته د خپل تیاري په اړه وویل،  ډېر ژر به افغانستان ته یو پلاوی واستوي، ترڅو په دې برخه کې د ګډ کار په موخه خپلې ارزونې پیل کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.