کابل ( پژواک، ۱۶ زمری ۹۹) : د کونړ ولایت مقام په دغه ولایت کې د پخې ډوډۍ د ویش په پروسه کې د فساد په اړه د پژواک اژانس د څیړنیز راپور ملاتړ کړی دی.
پژواک اژانس د خپلو موندو او اسنادو له مخې نن د زمري په ۱۶مه، راپور خپور کړ چې د ولسمشر لخوا د کرون پر مهال بې وزلو سره د پخې ډوډۍ د ویش په پروسه کې په کونړ لایت کې ۱،۳ میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.
د پژواک اژانس د راپور تر خپریدو څو ساعته وروسته د کونړ ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې راپور ننګه او ملاتړ وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کونړ ولایت مقام ولس او د رسنیو لوی کورنۍ ته د دې ډاډ ورکوي، چې په راپور کې خپور شوي موارد به په بشپړه توګه څېړي او په فساد کې ښکېلو اشخاصو سره به قانوني چلند وکړي.
سرچینې دغه زیاته کړې، د کونړ ولایت مقام د فساد پر وړاندې هر ډول مبارزې ته ژمن دی او په یاده برخه کې د ټولو هغو قانوني کړنو ملاتړ کوي، چې په ادارو کې د فساد په مخنیوي کې مرسته کوي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن