کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٩): د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیايي برخې مسوولې او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لارل مېلر وایي، طالبانو تر اوسه له هېچا سره خپل راتلونکی سیاسي پلان او د حکومت جوړښت نه دی شریک کړی.
نوموړې چې په واشنګټن کې يې يوې امنيتي ناستې ته وينا کوله، په ډاګه کړې، که د افغانانو ترمنځ خبرې پيلېږي نو دغه مسئله به تر ټولو اوږده بحثونه را ولاړ کړي.
لارل همدا راز د ټرمپ د پرېکړې په اړه چې ګواکي تر ټاکنو پورې به د سرتېرو شمېر ۴زره ته راکښته کوي، وايي، ټرمپ هېڅ وخت پر خپلو خبرو نه دی ولاړ او هر وخت ضدې او نقیضې څرګندونې کوي.
د نوموړې په وينا، ښایي ټرمپ د سرتېرو ایستلو په مسئله کې جدي وي او له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.
نوموړې د بین الافغاني خبرو ژر پیلېدل اړین بللي او په وینا یې، مخکې له دې چې د سیمې هېوادونه د سولې له روانې پروسې د خپلو ګټو لپاره لا ډېره استفاده وکړي، نو ښه به وي چې افغان حکومت او طالبان ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن