ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې ښځه ولسواله: زما تر ادارې لاندې سیمه امنیت ده

فاریاب کې ښځه ولسواله: زما تر ادارې لاندې سیمه امنیت ده

author avatar
6 Aug 2020 - 14:05
فاریاب کې ښځه ولسواله: زما تر ادارې لاندې سیمه امنیت ده
author avatar
6 Aug 2020 - 14:05

شبرغان (پژوک، ۱۶ زمری ۹۹): په فاریاب کې یوه ولسواله ښځه چې په خپله درې کلنه کاري دوره کې توانېدلې د لسګونه پرمختیایي پروژو لپاره د نړیوالې ټولنې مرسته شوي ميلیونونه ډالر ترلاسه کړي او وایي، هڅه کوي څو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د اقتصادي پرمختګ لپاره کار وکړي.

دُرتاج یماق خالقي له درېیو کلونو راهیسې د فاریاب د خان چهارباغ د ولسوالې په توګه دنده ترسره کوي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د مېرمن دُورتاج له کارونو راضي دي او وایي، دغه ولسواله مېرمن په خپلو کارونو کې بریالۍ ده.

دُرتاج یماق خالقي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په دغو درېیو کلونو کې توانېدلې د نړیوالې ټولنې په مالي ملاتړ په دې ولسوالۍ کې په مختلفو پروژو ميلیونونه ډالر ولګوي.

نوموړې زیاته کړه، د بېلابېلو پروژو له جذب سره توانېدلې ده د خان چهارباغ ولسوالۍ بڼه بدله کړي او له دې لارې یې زرګونو کسانو ته کاري زمینه برابره کړي.

دغه مېرمن زیاتوي: «زموږ د ولسوالۍ امنیت داسې دی چې اوس مهال ډېری مېرمنې کولای شي زموږ د ولسوالۍ په ترکیب کې په ارام ډول له نرانو سره اوږه په اوږه کار وکړي.

هغې د برېښا د پروژې د تمدید د تطبیق، د اسلفټ شوو سړکونو جوړول، د ښوونځیو د ودانیو، په خان چهارباغ ولسوالۍ کې د اوسپنې پټلۍ د اول فاز تمدید ته په اشارې سربېره وویل: «هغه پروژې چې اوس مهال دلته د اوسپنې پټلۍ د تمدید او د برېښنا  انرژۍ د تامین لپاره د تطبیق په حال کې دي، ملي پروژې دي چې د هېواد په کچه به له هغو څخه ډېر خلک ګټه واخلي.»

دُرتاج زیاته کړه چې اوس مهال په اقینه بندر کې د یوه مجهز مېلمستون، یوه جومات، د اوسپنې پټلۍ لومړي فاز او د امو له سینده د اندخوی له څلورګونو (خان چهارباغ، قرمقُل، قرُغان او اندخوی) ولسوالیو د څښاک اوبو تمدید چارې د پای ته رسېدو په حال کې دي  او ډېرې ژر به سرته ورسېږي.

هغې زیاته کړه: «زما تر ادارې لاندې سیمو کې امنیت تامین دی او په دې اړه د هېچا پر وړاندې کومه ستونزه نشته، زده کوونکي د درسي چارو په پرمخ بېولو بوخت دي، بزګران د کرنې په کارونو بوخت دي او د اقینې بندر له لارې هره ورځ په سلګونه نقلیه وسایل د سوداګریزو مالونو په انتقال مصروف دي.» هغې په ډاډ سره وویل:«هڅه مې دا ده څو د نړیوالې ټولنې د پام رااړولو په مرسته وکولای شم د دغه ولسوالۍ په اقتصادي پرمختګ او وروسته د هېواد د شمال خلکو لپاره کلیدي رول ولرم.»

هغې ښکاره کړه چې د دې ولسوالۍ خلک د څښاک او کرنې اوبو د کموالي له ستونزو سره مخ دي او په دې هڅه کې دي څو وکولای شي د دې ستونزې د حل لپاره هم لاره ولټوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د یادې مېرمنې له کړنو قدردانی کوي.

یوه ښځه ماه ګل چې په خان چهارباغ ولسوالۍ کې د مامورې په توګه کار کوي، وایي د مېرمن دُرتاج له ګومارنې وروسته د ولسوالۍ تعمیر جوړ شو، د ولسوالۍ په کچه د ښځو ټولنیزه شبکه جوړه شوې، ښوونځي پرانیستي او ډېری ښځې د دولتي ادارو په ترکیب کې په کار لګیا دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.