ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: پاکستان دې پر سپين بولدک د برید له امله محاکمه شي

لاريون کوونکي: پاکستان دې پر سپين بولدک د برید له امله محاکمه شي

author avatar
6 Aug 2020 - 17:53
لاريون کوونکي: پاکستان دې پر سپين بولدک د برید له امله محاکمه شي
author avatar
6 Aug 2020 - 17:53

کندهار (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹): د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ زرګونو اوسېدونکو د یوې پراخې احتجاجي غونډې له لارې پر دې ولسوالۍ د پاکستان وروستی برید وغانده.

د غونډې برخه والو له نړۍ او ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان دې په تور لېست کې شامل شي، بندیزونه دې پرې ولګول شي او په یوه نړیواله محکمه کې دې محاکمه شي.

دې غونډې ته پر ډیورنډ کرښه د پرتو پنځو ولسوالیو د قومي شوراګانو مشر محمد داود افغان وویل، پاکستان د هر راز انساني، بشري او اسلامي ارزښتونو خلاف پر افغان خاوره د استوګنې پر سیمو بریدونه وکړل چې ګڼو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ یې مالي زیانونه هم واړول.

هغه دا پاکستان وروستی برید ظالمانه و باله او ویې ویل، پاکستان په قصدي توګه د استوګنې سیمې په راکټونو او هاوانونو ووېشتې چې موخه یې خلکو ته مرګ ژوبله اړول وو، ځکه که د هغوی جګړه له افغان سرحدي ځواکونو سره وای نو بیا به یې یوازې هغوی هدف وای.

نوموړي له افغان ځواکونو هم مننه وکړه چې په ډېره مېړانه یې میدان ته راوا دانګل او د خپل ولس دفاع یې وکړه.

هغه له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې پاکستان دې د دغې ظالمانه کړنې له امله په نړیواله توګه محاکمه شي او په تور لیست کې دې شامل شي.

د حاجي بخت محمد په نوم د سپين بولدک یوه مخور د پاکستان د بریدونو تر څنګ پر دې لار د وروستیو لګول شوو محدودیتونو غندنه هم وکړه.

هغه زیاته کړه، د پاکستان له خوا لګولو شوو وروستیو بندیزونو او محدودیتونو نه یوازې پر دې لار د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ کړی، بلکې دواړو غاړو ته د پرتو سلګونو زرو قبایلي اوسېدونکي ژوند او کاروبار اغېزمن کړی دی.

دی وايي، پاکستان په دې وروستیو کې د لارې د بندېدو تر څنګ نوی محدودیت وضع کړی چې خلک دې پر دې لار په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

نوموړي وویل، دواړو غاړو ته پراته قبایل له تېرو لسګونو کلونو راهیسې له یوه او بل سره دوستۍ او کاروباري اړیکې لري او تل یې له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ کړی چې دا د دغو خلکو قانوني حق دی، ځکه نو د پاکستان دا پرېکړه ناسمه ده.

هغه غوښتنه کوي چې د سپین بولدک- چمن لار دې د پخوا په څېر پرانیستل شي او وضع شوي محدودیتونه او بندیزونه دې لیرې شي.

ده ګواښ وکړ، که پاکستان خپلو دا ډول کړنو ته دوام ورکوي نو په دواړو غاړو کې پروت ولس به یې په مقابل کې ودرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.