ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د ۸۲ جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول

مزارشريف کې د ۸۲ جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول

author avatar
6 Aug 2020 - 15:47
مزارشريف کې د ۸۲ جوړو د واده ډله ييز مراسم ترسره شول
author avatar
6 Aug 2020 - 15:47

مزارشريف (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې ۸۲ ځوانو جوړو د ډله ييزو مراسمو په جوړولو سره ودونه وکړل.

دغه مراسم د زمري په ۱۶مه د مزارشريف ښار د سجاديه ښارګوټي په يوې خصوصي مدرسه کې جوړ شوي وو چې ټولټال ۱۸۴ ځوانانو او پېغلو په کې د ګډ ژوند تعهد او تړون وکړ.

دا هغه ځوانان او نجونې وې چې کلونه مخکې يې کوژدې کړې وې، خو د اقتصادي ستونزو له امله يې نه شو کولای چې ودونه وکړي.

سکينه د مزارشريف اوسېدونکې ده چې دوه کاله وړاندې يې کوژده کړې وه.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې خاوند يې له يوې غريبې کورنۍ سره تړاو لري او نه يې شو کولی چې په خپل لګښت باندې واده کړي.

د سکينې په خبره، هره نجلۍ او ځوان غواړي چې په هوټل کې ښه او مفشن واده وکړي خو په دې برخه کې بايد عاقلانه فکر وشي او د يوې ورځې خوشالۍ په خاطر ځان له اقتصادي اړخه ژوبل نه کړل شي.

هغې وويل: ((ما مې چې د مېړه وضعيت وکوت، نو خپله دې ته حاضره شوم چې د ډله ييزو مراسمو له لارې واده وکړو؛ ځکه دلته پر موږ مصرف نه راځي، زما لپاره دا مهمه ده چې خاوند مې ژوندی او خوشاله وي؛ نور خو واده يوه ورځ دی او تېرېږي.))

نوموړې همدا راز له نورو خلکو هم غوښتنه وکړه چې پر خپلو ودونو باندې ډېر مصارف ونه کړي.

محمد عالم بيا د کومانډو ځواکونو سرتېری دی چې د دغه ډله ييزو مراسمو له لارې يې له خپلې کوژدنې سره مشترک ژوند پيل کړ.

هغه پژواک ته وويل چې نه يې شو کولی چې د عسکرۍ په پيسو باندې ځانته واده وکړي؛ نو ځکه يې دغه مدرسه کې نوم ثبت کړ او دا دی نن يې واده وشو.

نوموړي وويل: ((زه خوشاله يم او دې خلکو ته دعا کوم چې زما په څېر د ډېرو بېوزله ځوانانو او نجونو لاسنيوی کوي، زه يو عسکر يم، دوه کاله مې د کوژدې کېدل، خو له وسې مې نه وو پوره چې په خپل لګښت باندې واده وکړم.))

هغه د هېواد پر ملي سوداګرو غږ کوي چې له بېځايه مصارفو ډډه وکړي او پر ځای دې يې له بېوزله خلکو سره کمک وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.