جلال اباد (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹): د لوړو زده کړو وزارت له لوري ننګرهار کې د څه باندې۴۴ ميليونه افغانيو په لګښت د ښځينه محصلينو يوې ليليې، پوهنتون روغتون کې د نسايي ولادي څانګه او يو پارک جوړ شول.
د دغو ودانيو پرانېسته د زمري په ۱۶مه د لوړو زده کړو د سرپرست وزير او ننګرهار چارواکو له لوري وشوه.
د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند وویل، د دې ولایت طب پوهنځي تدریسي روغتون کې د لوړو زده کړو وزارت په ۲۶ میلیونه افغانیو مالي او ښار جوړونې ریاست په تخنیکي مرسته یې د نسايي ولادي څانګه په ۱۳ نیمې بسوې ځمکه کې د دوو کلونو په موده کې جوړه کړې چې ۳۸ خونې۲۶ تشنابونه،دوه امنیتي خونې او نور ضروري ملحقات لري.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي د یادې څانګې په جوړیدو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې د تجهیز کولو په برخه کې به یې همکاري وکړي .
ورته وخت کې د ننګرهار طب پوهنځي کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د نجونو لیلیه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي وویل، یاده لیلیه په دوو پوړونو کې په شاوخوا نیم جریب ځمکه کې د یو نیم کال په موده کې د ۱۷ میلیونه او سل زره افغانیو په مالي لګښت د ښار جوړونې وزارت په تخنیکي همکارۍ په اساسي ډول جوړه شوې چې دېرش خونې،شل تشنابونه او نور ضروري ملحقات لري چې په یو وخت کې د دوه سوه زده کړیالانو د ځآیدو ظرفیت لري.
بلخوا ننګرهار پوهنتون کې د استادانو په شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو شخصي لګښت په څلور جریبه ځمکه کې د ډاکټر ناکامورا په نوم پارک هم د لوړو زده کړو د وزير له لورې پرانېستل شو.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وویل، یاد پارک یې د پوهنتون د علمي شورا د پرېکړې له مخې د ډاکټر ناکامورا په نوم پرانیستی او موخه یې د انجینرۍ پوهنځي زده کړیالانو ته د عملي زده کړو برابریدو له امله د ډاکټر ناکامورا د خدمتونو قدرداني کول دي .
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي وویل، ډاکټر ناکامورا د هېواد یو سپیڅلی دوست و چې په دې هېواد کې یې ځان قرباني کړ او د هغه په نوم د دا ډول ځايونو جوړول خلکو او بهرنيانو ته ډاډ ورکوي چې د هيواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن