ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د لويې مشورتي جرګې مشروط ملاتړ وکړ

پخواني ولسمشر حامد کرزي د لويې مشورتي جرګې مشروط ملاتړ وکړ

author avatar
6 Aug 2020 - 15:43
پخواني ولسمشر حامد کرزي د لويې مشورتي جرګې مشروط ملاتړ وکړ
author avatar
6 Aug 2020 - 15:43

کابل (پژوک، ١٦ زمرى ٩٩): پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالب زندانيانو خوشي کولو په تړاو له کېدونکې لويې مشورتي جرګې په مشروط ډول ملاتړ کړى دى.

د هغه له دفتره د زمري په ١٦مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، له اوږدې مودې راهیسې په هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره هڅې روانې دي خو دغه هڅې په مختلفو مراحلو کې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دي.

نوموړي زياته کړې، دا په دواړو خواوو کې د افغانانو ملي مسوولیت دی چې ژر تر ژره د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر وړاندې هر راز خنډ لرې او د باور فضا رامنځته کړي. یوازې د متقابل درک، احترام او باور په فضا کې رښتیني بین‌الافغاني مذاکرات په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار هوارولی شي.

په پام کې ده چې د روان کال د زمري په ۱۷مه نېټه د طالبانو د بندیانو خوشي کېدو په هدف مشورتي جرګه دایره شي.

کرزي زياته کړې: ((هیله څرګندوم چې دغه مشورتي جرګه یوازې د سولې د ملي حیاتي مرام لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو پر فوري پیل تأکید وکړي او ټول هغه اقدامات تر سره کړي چې تر جرګې وروسته سراسري اوربند تأمین، بین‌الافغانی مذاکرات فوراً پیل او په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.))

پخواني ولسمشر ويلي، که چېرې دغه مشورتي جرګه پورتنیو اهدافو ته د رسېدو لپاره اقدامات ترسره کړي، د دوى د ملاتړ او تایید وړ ده او په دې توګه به وکولای شو چې ډېر ژر ګران هېواد افغانستان د استقلال، سولې او ملي حاکمیت خاوند کړو او له هېواده د بهرنیو لاس وهنو او مداخلاتو لمن ټوله کړي.

ولسمشر اشرف غني د تير اختر پر مهال اعلان وکړ چې د ٤٠٠ طالب بنديانو د خوشې کولو لپاره به لويه مشورتي جرګه راغواړي، دا جرګه چې سبا جمعه پيليږي اټکل کيږي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.