ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر شاوخوا څلور زره کسیزه لویه مشورتي جرګه ۳۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي

پر شاوخوا څلور زره کسیزه لویه مشورتي جرګه ۳۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي

author avatar
6 Aug 2020 - 15:11
پر شاوخوا څلور زره کسیزه لویه مشورتي جرګه ۳۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي
author avatar
6 Aug 2020 - 15:11

کابل (پژواک، ۱۶ زمرى ۹۹): د سولې په لویه مشورتي جرګه کې چې د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د ازادولو او سولې مسایلو په اړه د مشورې په موخه سبا کابل کې جوړیږي، شاوخوا څلور زره کسان پکې ګډون کوي او په ترسره کول یې ۳۳۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي.

ټاکل شوې دغه جرګه سبا (د زمري ۱۷مه) د لویې جرګې په تلار کې په کابل کې جوړه شي.

د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د سولې له بین الافغاني خبرو مخکې باید د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره او طالبان باید د افغان حکومت زر بندیان خوشي کړي.

حکومتي چارواکي وایي چې دولت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان چې د طالبانو له خوا په ورکړل شوي نوملړ کې شامل دي او د دې ډلې ۳۱۷ نور زندانیان یې خوشي کړي دي، خو ولسمشر د طالبانو د پاتې ۴۰۰ نورو بندیانو پرېښودو واک نه لري او په دې اړه له لویې جرګې سره مشوره کوي. طالبانو ویلي چې د حکومت زر بندیان یې خوشي کړي او دغه بهیر یې بشپړ کړی دی.

خو د افغانستان حکومت وایي چې په ۴۰۰ زندانیانو کې یو شمېر یې پر اعدام محکوم دي، یو شمېر نور پر قتل، پر اختطاف او مالي فساد تورن دي نو له همدې امله باید په دې اړه د سولې له مشورتي جرګې سره مشوره وشي چې ولسمشر د دغه ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو واک نه لري.

د افغانستان د حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي رییس محمد معصوم ستانکزي تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې مشورتي لویه جرګه دوه کاله مخکې د سولې مشورتي لویې جرګې دوام ځکه ولسمشر په هغې جرګه کې ژمنه کړې وه چې د سولې په چارو کې له خلکو سره مشوره کوي او دغه جرګه د سولې په اړه د مشورې لپاره جوړېږي.

هغه وویل: «د جرګې په جوړولو کې بېړه ځکه وشوه چې د بین الافغاني خبرو په پیل کې ځنډ د وینې تویېدو د دوام لامل کېږي او په هغه کې ځنډ د جګړې د دوام په معنا دی، هڅه دا ده چې د سولې بهیر نتیجې ته ورسېږي او ملي وحدت وساتل شي او مذاکرات نور ونه ځنډول شي او په افغانستان کې وینه تویېدنه نور پای ته ورسېږي.»

د جرګې ګډونوال

د ملي پراختیا د عملیاتي او حمایوي ادارې د سند له مخې چې کاپي یې پژواک را رسېدلې، ټاکل شوې په دې جرګه کې له ۳۵۰۰ تر ۴۵۰۰ کسانو پورې ګډون وکړي.

د دې جرګې جوړولو مسوولو چارواکو ویليٍ چې د پخوانۍ لویې مشورتي جرګې غړي، د سولې لپاره د حکومت د مذاکرې پلاوی او د ملي مصالحې عالي شورا د سولې په مشورتي جرګه کې چې تمه ده د جمعې په ورځ جوړه شي، ګډون وکړي.

مخکنۍ جرګه چې د ۱۳۹۸ کال د غویي په میاشت کې په کابل کې جوړه شوه، د ۳۰۰ مېلمنو سربېره یې ۳۲۰۰ غړي درلودل او له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د میکانیزم په اړه د اجماع په موخه جوړه شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.