ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټوله نړۍ کې ١٢ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي

په ټوله نړۍ کې ١٢ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي

author avatar
6 Aug 2020 - 11:53
په ټوله نړۍ کې ١٢ ميليونه کسان له کرونا بېرته روغ شوي
author avatar
6 Aug 2020 - 11:53

کابل (پژواک، ١٦ زمری ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه د مړو شويو کسانو شمېره ٧٠٠ زرو ته رسېدلې او ١٢ ميليونه نور بېرته روغ شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا اووه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له  ١٨ ميليونه او ٩٠٠ زره کسانو څخه اوښتی دى.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه څه باندې دولس میلیونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تر اوسه له کرونا څخه ٧٠٠ زره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یو سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر څلور میلیونه او ٩٠٠ زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي.

دغه راز په امریکا کې ١٦١ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته  برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته دوه میلیونه او ٨٦٠ زره کسان پرې اخته او٩٧ زره کسان مړه شوي دي.

په هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپرېږي او د ناروغانو شمېر یې له یو میلیون او ٩٠٠  زرو څخه  اوښتی او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد دی. دغه راز هلته ٤٠ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.