ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پکتيا کې زعفرانو ښه او ډېر حاصلات ورکړي

چارواکي: پکتيا کې زعفرانو ښه او ډېر حاصلات ورکړي

author avatar
6 Aug 2020 - 16:14
چارواکي: پکتيا کې زعفرانو ښه او ډېر حاصلات ورکړي
author avatar
6 Aug 2020 - 16:14

ګردېز (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹): د پکتيا د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د ځينو نورو کرنيزو محصولاتو سربېره زعفرانو هم ښه حاصلات ورکړي دي.

له تېرو شاوخوا درېيو کلونو راهيسې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې زعفران کرل کېږي او د دغه ولايت د کرنې رياست غواړي چې د زعفرانو کښت نورو سيمو ته هم وغځوي.

د پکتيا د کرنې رييس محمدالدين مومند وايي چې د زعفرانو کښت د پراختيا په موخه د دغه ولايت د مرکز ګردېز او شپږ ولسواليو پر بزګرانو د زعفرانو د ۵۰۰۰ کيلو ګرامه پيازو د وېش لړۍ پيل شوه.

مومند پژواک ته وويل چې د ګردېز، زرمت، سيد کرم، ميرزکې، لجه منګل، جاني خېلو او ځاځي اريوب ولسواليو کې لس نور نمايشي قطعات جوړېږي او له دې سره به په دغه ولايت کې د زعفرانو حاصلات هم پراخ شي.

نوموړي زياته کړه: ((د پکتيا اقليم د زعفرانو د توليد لپاره ډېر ښه دی، حتی زموږ يو زعفران له اته تر نهه تارونو نتيجه ورکړې ده، چې دا واقعا د خوشحالي ځای دی او په دې دلالت کوي چې پکتيا، خصوصا زرمت کې د زعفرانو نتيجه ډېره ښه ده.))

د زرمت يو دهقان محمد ولي وايي چې په دې ولسوالۍ کې ځينو بزګرانو له کرل شوو زعفرانو ښه پايله ترلاسه کړې او دوی هم غواړي دغه مهم او صحي ګټور بوټي ته پراختيا ورکړي.

ولي وويل: ((زعفران د نشه يي توکو د کر ښه بديل او زموږ وطن ته اقتصادي ګټه ده.))

د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالحکيم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د زعفرانو له کر سره به يې خلک له محصول سره بلد او ځيني به ورسره پر کار وګومارل شي.

نوموړی وايي: ((د زعفرانو په اړه موږ اورېدلي چې ښه ګټه لري او د پکتيا اب و هوا يې کرلو ته ښه ده. له دې سره به موږ نوي څه هم زده کړو او که ښه نتيجه ورکړي، د دې سيمې ضرورت به هم پوره کړي.))

د پکتيا ولايت مرستياله زهرا احمدزۍ په ياده چاره کې ښځو ته پر ونډه ورکولو ټينګار کوي او له اړوندو ادارو يې وغوښتل چې مستحقې ښځې په نښه کړي او د زعفرانو د کرکيلې، حاصل او ګټې ترلاسه کولو کې ورسره همکاري وکړي.

احمدزۍ پژواک ته وويل: ((دا ډېر ګټور کار دی، زموږ هغه بېوزله او بې کسه خوېندې چې اولادونه او يتيمان ور له غاړې دي، کېدلای شي چې همکاري ور سره وشي، په کور يا د کور تر مخه ورته په ژمي کې ګرين هاوزونه يا له ژمي پرته همداسې زمينه برابره شي، تر څو په خپله د ګټې او عايد لاره ورته برابره شي.))

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د زعفرانو کرلو کچه لوړه شوې ده او حاصلاتو يې په بهرنيو هېوادونو کې هم ښه بازار موندلاى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.