ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د پخې ډوډۍ د وېش په قرارداد کې۱،۳ ميليونه افغانۍ فساد شوی

کونړ کې د پخې ډوډۍ د وېش په قرارداد کې۱،۳ ميليونه افغانۍ فساد شوی

author avatar
6 Aug 2020 - 10:11
کونړ کې د پخې ډوډۍ د وېش په قرارداد کې۱،۳ ميليونه افغانۍ فساد شوی
author avatar
6 Aug 2020 - 10:11

اسعداباد (پژواک، ۱۶ زمری ۹۹): د پژواک خبري اژانس مومندنو له مخې، په کونړ کې د کرونا ويروس له امله د قرنطين په ورځو کې د حکومت له لوري د پخې ډوډۍ مرستې په قرارداد کې فساد شوی چې له امله يې حکومت ته يو ميليون او ۳۱۱زره افغانۍ زيان رسېدلی دی.

پر دې سربېره د دغو مرستو د وېش پر شفافيت هم نيوکې شته چې د اړمنو پر ځای شتمنو خلکو ته کارتونه وېشل شوي وو.

په هېواد کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د حکومت له خوا قرنطين وضع شو چې د خلکو بې روزګارۍ ته په کتو په لويو ښارونو کې د ولسمشر په امر خلکو ته د پخې ډوډۍ د مرستې وېش پيل شو.

د کونړ په مرکز اسعد اباد ښار کې ۵۴۵۹ کورنۍ د دغو مرستو مستحقې وګڼل شوې او له ۵۹ نانوايانو سره قرارداد وشو چې يادې هرې کورنۍ ته به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ډوډۍ ورکوي، قرارداد که څه هم د شپږو مياشتو لپاره شوی و، خو د نامعلوم علت له امله ياد قرارداد وروسته له ۱۷ ورځو وځنډول شو.

پژواک اژانس ومونده چې په دغه قرارداد کې تر ۱،۳ ميليونه افغانيو زيات فساد شوی حتی ښاروالي د خپلې نرخپاڼې خلاف له نانوایانو سره په لوړه بيه قرارداد کړی دی.

په اوولس ورځو کې وېشل شوې ډوډۍ:

که څه هم ولايت مقام او ښاروالي وايي چې د ډوډۍ وېش پنځلس ورځې دوام کړی، د ښاروالۍ پر فېسبوک پاڼه يې د پيل نېټه د غويي له ۲۱مې څخه د غبرګولي تر ۶مې ذکر شوې چې ۱۶ ورځې کېږي خو نانوايان وايي، ۱۷ ورځې يې ډوډۍ وېشلې ده.

پژواک ته د ښاروالۍ او نانوايانو ترمنځ د شوي قرارداد په رسېدلې کاپي شوي سند کې جوتېږي چې د اسعداباد ښاروالۍ له لوري شوی قرارداد له مسلکي محاسبې پرته او د ښاروالۍ د خپلې نرخپاڼې خلاف شوی دی.

دغه قرارداد چې د اسعداباد ښاروالۍ او د ښار د څلورو ناحيو د ۵۹ نانوايانو ترمنځ شوی، ۱۱ مادې لري، د قراردادي له لوري امضاء شوی او ولايتي ادارې تاييد کړی دی.

په قرارداد کې يادونه شوې چې نانوايي ته به پنځوس کيلويي بورۍ قزاقي اوړه ورکول کېږي، هرې بورۍ څخه به ۲۲۰ ګرامه وزن لرونکي ۲۲۰ ډوډۍ د ښاروالۍ د کارتونو مطابق چې نانوايي ته لېست ورکول شوی، مستحقو خلکو ته ورکول کېږي او د هرې ډوډۍ پر سر به درې نيمې افغانۍ د ښاروالۍ له خوا نانوای ته ورکول کېږي.

په دې اوولس ورځنۍ موده کې هره ورځ ټولو کورنيو ته ۵۴زره او ۵۹۰ ډوډۍ ورکړل شوې چې ټولټال ۹۲۸زره او ۳۰ ډوډۍ کېږي. د ښاروالۍ د قرارداد له مخې هره ورځ ډوډۍ پخوونکو ته ۲۴۸ بورۍ اوړه ورکول کېدل چې ټولټال ۴۲۱۶ بورۍ اوړه مصرف شوي دي.

د ښاروالۍ د نرخپاڼې خلاف قرارداد:

پورته ارقامو، د ښاروالۍ او نانوايانو ترمنځ شوي قرارداد، د نانوايانو معلوماتو او د ښاروالۍ له لوري ډوډۍ پخوونکو ته د ورکړل شوې نرخپاڼې ته په کتو، ياد قرارداد له فساده ډک او د اصولو خلاف دی.

د ښاروالۍ د نرخپاڼې له مخې، نانوايي بايد ۲۳۰ ګرامه ډوډۍ پخه کړي خو د مرستې ډوډۍ د وېش په قرارداد کې وزن ۲۲۰ ګرامه ذکر شوی دی.

دغه راز نرخپاڼه کې يادونه شوې چې نانوایانو له خوا به پخه ډوډۍ خلکو ته په لس افغانۍ ورکول کېږي او که څوک خپل اوړه ور وړي نو ډوډۍ به په درې افغانۍ پخوي خو د مرستو ډوډۍ په قرارداد کې د هرې ډوډۍ په مقابل کې نانوای ته درې نيمې افغانۍ ورکول کېدې.

دغه راز که يوه پنځوس کيلویي د اوړو بوجۍ چې ۵۰زره ګرامه کېږي، په ۲۲۰ ګرامه تقسيم شي؛ نو هره بورۍ اوړه ۲۲۷ ډوډۍ ورکوي، خو د نانوايانو او د نانوايانو اتحاديې د رسمي معلوماتو له مخې، اوړو سره اوبه هم يوځای کېږي او هره بورۍ تر ۲۵۰ ډوډۍ ورکوي.

د محاسبې له مخې، هره ورځ د ۲۴۸ بورۍ اوړو څخه ۷۴۴۰ اضافي ډوډۍ نانوايانو ته پاتې شوې چې په اوولسو ورځو کې ۱۲۶زره او ۴۸۰ ډوډۍ کېږي، د ډوډۍ لس افغانۍ نرخ ته په کتلو حکومت له دې طريقه په يادو ۱۷ ورځو کې يو ميليون ۲۶۴زره او ۸۰۰ افغانۍ زيان ليدلی دی.

دغه راز په رسمي ډول ټولې ۹۲۸زره او ۳۰ ډوډۍ وېشل شوې چې پر هرې ډوډۍ نيمه افغانۍ زياته ورکړل شوې او حکومت ته له دغه درکه هم ۴۶۴زره او ۱۵ افغانۍ زيان اوښتی دی.

د یادو معلوماتو او حساب کتاب له مخې، حکومت ته ټول رسېدلی زيان يو ميليون، ۳۱۱زره او ۲۱۵ افغانۍ کېږي او که شپږ مياشتې دغې پروسې دوام کړی وای، نو ميليونونه افغانۍ به په غبن کې تللې وې.

نانوايان له يوې بورۍ څو ډوډۍ، په څو پخوي؟

پژواک خبري اژانس اطلاعاتو ته د لاسرسي په رسمي فورم کې د اسعداباد د نانوايانو له اتحاديې وپوښتل چې يوه بورۍ اوړه څو ډوډۍ ورکوي او ډوډۍ په څو افغانۍ پلوري چې د هغوی د تاييد شوو معلوماتو پر بنسټ، هره بورۍ ۲۵۰ ډوډۍ ورکوي او کورنۍ ډوډۍ په درې افغانۍ پخوي.

دغه راز نانوايانو هم پورته موضوع په خپلو رسمي بېلونو کې پژواک ته تاييد کړې او په مرکو کې يې دا هم منلې چې له هرې بورۍ څخه ورته ۳۰ ډوډۍ اضافه پاتې شوې دي.

د اسعد اباد ښار يوه ډوډۍ پخوونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل: “د ښاروالۍ د قرارداد له مخې، موږ هره ورځ له يوې بورۍ اوړو څخه ۲۲۰ ګرامه وزن لرونکې ۲۲۰ ډوډۍ ورکولې او د هرې ډوډۍ پر سر موږ ته درې نيمې افغانۍ راکول کېدې.”

د اسعداباد ښار يو بل نانوای چې پر ګوډ مشهور دی وايي، هره ۵۰ کيلويي اوړه چې اعلی درجه وي، ۲۵۰ ډوډۍ ورکوي، خو دوی د ښاروالۍ د قرارداد له مخې ۲۲۰ ډوډۍ پر خلکو وېشلې او ۳۰ نورې دوی ته پاتې کېدې.

نعيم الله چې د ډوډۍ پخولو په يو دوکان کې کاريګر دی وايي، که اوړه ډېر ښه او وچ وي، نو تر ۲۶۰ ډوډۍ هم ورکوي؛ ځکه ښه او وچ اوړه ډېرې اوبه غواړي نو وزن يې هم ډېرېږي او ښاروالۍ د قرارداد له مخې هم نانوايانو ته اعلی درجه او ښه اوړه ورکول کېدل.

د کونړ د ولايتي شورا غړی دين محمد پيلوټ ساپی هم نيوکه کوي چې د ښاروالۍ او نانوايانو ترمنځ د ډوډۍ په شوي قرارداد کې غبن شوی دی.

دی وايي، هم د هرې بورۍ اوړو په مقابل کې کمې ډوډۍ اخیستل شوې او هم د هرې ډوډۍ د پخولو په سر ډېرې پيسې ورکړل شوي دي. د هغه په وينا، که په عام وخت کې يوه ډوډۍ په درې افغانۍ پخېږي نو په قراردادونو کې عموماً نرخ راټيټېږي او ښايي تر دوو افغانيو هم راټيټ شوی وي.

 د ډوډۍ د وېش پر روڼتيا نيوکې

د دې ترڅنګ چې د اسعداباد ښاروالۍ له لوري د ډوډيو وېش په قرارداد کې درغلي شوې، د خلکو د انتخاب برخه باندې هم پراخې نيوکې او شکایتونه موجود دي.

خلک وايي، کارتونه هغو خلکو ته جوړ شوي وو چې وس يې درلود او هغوی چې ډېر اړمن او مزدور کار خلک وو بې برخې ترې پاتې شوي دي.

د اسعداباد ښار د کرهالې سيمې اوسېدونکی رازمحمد چې پر دواړو پښو معلول هم دی، وايي، د کور خوا ته يې خلک راغلي وو، خو لېست کې يې د ده نوم ونه ليکه، ښاروالۍ ته لاړ او هلته يې هم چا شکايت نه دی اورېدلی.

د اسعد اباد ښار يو ډوډۍ پخوونکی محمد ابراهيم هم وايي، کارتونه ډېرو هغو خلکو راوړل چې وس يې کېده خو ډېر داسې سپين ږیري او ښځې به د نانوايي مخې ته راتلل چې کارتونه به ورسره نه وو خو بې حده اړمن خلک به وو.

د کونړ يو مدني فعال حضرت بلال نيوکه وکړه چې د وچې ډوډۍ د وېش پروسه په کونړ او حتی د هېواد په ډېرو ولايتونو کې ناکامه او له فساد ډکه پروسه وه.

دی وايي، د ښاروالۍ له لوري د نوم ليکنې پروسه د ګذر وکيلانو او نورو قومي مشرانو ته سپارل شوې وه چې هغوی له ښاروالۍ سره په مشوره خپلوان او د ښاروالۍ د مسوولينو د کورنۍ غړي او واسطه دار خلکو ته لومړيتوب ورکړی و او غريبان اکثر له دې پروسې بې برخې وو.

د کونړ د ولايتي شورا غړی محمد ساپی هم وايي، ولايتي شورا ته داسې ډېر خوار او غريب خلک عارض شوي چې ډېر اړمن وو خو د ښاروالۍ د ډوډۍ د مرستو په وېش کې مستحق نه دي ګڼل شوي.

دی وايي، د ښاروالۍ په لېست کې لس سلنه هم خلک نه و او پاتې ټول يې د اسعد اباد ښار مالدار وو، دنده لرونکو او نورو خلکو ته چې حتی موټر او مارکېټونه يې لرل، د ډوډۍ کارتونه ورکړل شوي دي.

د چارواکو ځواب:

د کونړ د مرکز اسعد اباد ښاروالۍ مسوولين وايي، دوی د ډوډۍ د وېش په ټوله ۱۷ ورځنۍ موده کې ۵۴۵۹ کورنيو ته ۹۲۸زره او ۳۰ ډوډۍ وېشلې دي.

د اسعداباد ښاروال عبيدالله ساپي پژواک ته وويل، قرارداد له ۵۹ نانوايانو سره شوی او له هرې ۵۰ کيلوي بورۍ اوړو څخه ترې ۲۲۰ ګرامه وزن لرونکې ۲۲۰ ډوډۍ اخيستل شوې چې د هرې ډوډۍ په مقابل کې ۳ نيمې افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

نوموړی وايي، د کورنيو ټاکل او د لېستونو جوړولو کې دوی لاس نه درلود، د ګذر وکيلانو ياده چاره ترسره کړې او د ولايت مقام له لورې جوړې شوې کمېټې يې څارنه هم کړې ده.

د اسعداباد ښاروال هم تايیدوي چې ۳۰ ډوډۍ زياتې ورکړل شوې خو وايي، دا د کرونا د مبارزې ولايتي کمېټې پرېکړه وه او درې نيمې افغانۍ نرخ هم کمېټې ځکه ټاکلی چې له دغو پيسو شايد نانوايانو باندې مستوفيت کې ماليه راشي.

د کونړ مرستيال والي ډاکتر ګل محمد بيدار بيا دا هر څه فساد نه ګڼي او وايي دا په کونړ کې کرونا سره د مبارزې ولايتي کمېټې لخوا پرېکړه شوې وه چې له پنځوس کيلوي بورۍ اوړو څخه به ۲۲۰ ګرامه لرونکې ۲۲۰ ډوډۍ ورکول اخیستل کېږي او ډاډ يې ورکړ که هر ډول فساد ثابت شي نو دخيل اشخاص به څارنوالۍ ته وپېژندل شي.

نوموړی وايي، لومړی په لېست کې فساد شوی و خو د ولايتي کمېټې له څار وروسته يې له نيمايي ډېر کسان چې مستحق نه و چاڼ شول او لېست تصفيه شو.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.