ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جبل السراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ونيول شو”

“د جبل السراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ونيول شو”

author avatar
6 Aug 2020 - 11:55
“د جبل السراج ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال ونيول شو”
author avatar
6 Aug 2020 - 11:55

چاریکار(پژواک،۱۶ زمرى ۹۹): د پروان سيمه ييز مسوولين وايي چې ددغه ولايت د جبل السراج ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لوري نومول شوى ولسوال نيول شوى دى.    

د جبل السراج ولسوال سیف الله بیدار پژواک اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه ددغې ولسوالۍ د مناره په سيمه کې د عتيق الله په نوم د جبل السراج لپاره د وسله والو طالبانو له خوا نومول شوى ولسوال نيولى دى.

هغه زياته کړه چې ددغه مهم طالب مسوول په نيولو سره به د يادې ولسوالۍ امنيتي حالت ښه شي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.