د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کونړ ولایت مقام د پخې ډوډۍ ویش کې د فساد په اړه د پژواک دراپور ملاتړ وکړ

د کونړ ولایت مقام د پخې ډوډۍ ویش کې د فساد په اړه د پژواک دراپور ملاتړ وکړ

Aug 06, 2020 - 21:34

کابل ( پژواک، ۱۶ زمری ۹۹) : د کونړ ولایت مقام په دغه ولایت کې د پخې ډوډۍ د ویش په پروسه کې د فساد په اړه د پژواک اژانس د څیړنیز راپور ملاتړ کړی دی.

پژواک اژانس د خپلو موندو او اسنادو له  مخې نن د زمري په ۱۶مه، راپور خپور کړ چې د ولسمشر لخوا د کرون پر مهال بې وزلو سره د پخې ډوډۍ د ویش په پروسه کې په کونړ لایت کې ۱،۳ میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.

 د پژواک اژانس د راپور تر خپریدو څو ساعته وروسته د کونړ ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې راپور ننګه او ملاتړ وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي،  د کونړ ولایت مقام ولس او د رسنیو لوی کورنۍ ته د دې ډاډ ورکوي، چې په راپور کې خپور شوي موارد به په بشپړه توګه څېړي او په فساد کې ښکېلو اشخاصو سره به قانوني چلند وکړي.

سرچینې دغه زیاته کړې، د کونړ ولایت مقام د فساد پر وړاندې هر ډول مبارزې ته ژمن دی او په یاده برخه کې د ټولو هغو قانوني کړنو ملاتړ کوي، چې په ادارو کې د فساد په مخنیوي کې مرسته کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan